اسلام‌ اباد : د جمعیت علمای اسلام مشر ،مولانا فضل الرحمان، ویلي دي، چې د پاکستان اپوزېشن ګوندونه د حکومت پر ضد د یو ګډ سیاسي اتحاد پر جوړولو سلا شوي دي. مولانا فضل الرحمان دا خبره ،د اګست په ۲۰مه، له پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر ،محمود خان اڅکزي، او په سېنېټ کې د اپوزېشن مشر علامه راجه ناصر عباس سره تر ناستې وروسته کړې ده.

هغه ویلي دي، چې د اپوزېشن ګوندونو ترمنځ په دې اصولي اتفاق شوی دی چې د حکومت پر وړاندې به خپلې سیاسي هڅې سره همغږې کوي او د پارلمان دننه به هم پر مهمو مسئلو ګډه تګلاره خپلوي.

 

د اپوزېشن مشرانو په ناسته کې د هېواد پر روان سیاسي وضعیت، د پارلمان پر چارو او د راتلونکو سیاسي اقداماتو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. د دوي په وینا، له نورو اپوزېشن ګوندونو سره به هم مشورې کېږي، څو د نوي اتحاد جوړښت او ګډه سیاسي تګلاره وروستۍ شي.

 

مولانا فضل الرحمان ویلي دي، چې د اپوزېشن موخه دا ده چې بېلابېل مخالف ګوندونه پر یو ګډ سیاسي دریځ راټول شي او د حکومت پر وړاندې د پارلمان دننه او بهر په همغږۍ سره فعالیت وکړي.

 

تر اوسه د دغه ګډ سیاسي اتحاد رسمي نوم، بشپړ جوړښت، مشرتابه او د عملي فعالیت د پېل نېټه نه ده اعلان شوې. د اپوزېشن مشران وايي، چې په دې اړه به له نورو ګوندونو سره تر مشورو وروسته نور جزیات اعلان کړي.