نوښار : د وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف ايي ای د انټي کرپشن سرکل او واپډا د سرویلنس او انټېلیجنس ډلې په ګډه کارروایۍ کې د پېسکو د میلیونونو روپیو په ارزښت غلا شوې دولتي شتمني ترلاسه کړې ده.

د ایف ايي ای په وینا، د پټو معلوماتو پر بنسټ د ایف ايي ای انټي کرپشن سرکل پېښور او د واپډا د سرویلنس او انټېلیجنس ډلې ،د اګست په ۱۹مه، د نوښار کلا په ملک اباد سیمه کې په یو مشکوک ځای چاپه ووهله. د چاپې پر مهال د ځای د پلټنې په ترڅ کې د پېسکو غلا شوې دولتي برېښنايي وسایل ترلاسه شوي دي.

د ایف ايي ای په وینا په ترلاسه شوو توکو کې د ۲۰۰ کېلو واټه بشپړ برېښنا ټرانسفارمر، د های ټېنشن او لو ټېنشن کیبلونه، کراس ارمز، برېسز او د برېښنا له ګرډ سره تړلي نور قیمتي وسایل شامل دي.

ایف ايي ای وايي، چې ترلاسه شوې دولتي شتمني د قانوني چارو له بشپړېدو وروسته په سرکاري ولقه کې اخیستل شوې او د ترلاسه شوو توکو تفصیلي فهرست او د ریکورۍ یادښت هم جوړ شوی دی.

د ادارې په وینا، د غلا شوې دولتي شتمنۍ په غلا، ناقانونه قبضه، پېر او پلور او نورو غیر قانوني چارو کې د ککړو کسانو د معلومولو لپاره پلټنې روانې دي او د تورنو کسانو پر ضد به د قانون له مخې نوره کارروایي هم کېږي.