پولیس وايي چې ،د اپرېل په ۲۷مه، په ممندخېل سيمه کې ناڅرګندو وسلوالو د نجونو يو سرکاري هايي سکول د چاودېدونکو موادو په وسيله الوځولی دی، چې له امله يې د ودانۍ زياته برخه ويجاړه شوې ده.
د پولیسو په وینا، په دې پېښه کې د کومې مرګ ژوبلې راپور نه دی ترلاسه شوی، ځکه چې سکول له اوږدې مودي راهيسي غير فعال و.
د سیمي سرچيني وايي، دا په روانه اپريل مياشت کې دوهمه ورته پېښه ده، چې تر دې وړاندې هم د نامعلومو وسلوالو له خوا په ټانک ضلع کې يو د هلکانو سکول د منځه وړلی شوی و.
چارواکي وايي د پېښې پلټنې روانې دي او د عاملينو د پېژندلو هڅې کېږي. تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسولیت ندی منلی.

غلام اکبر مروت