اورکزي : په قبایلي ضلعه اورکزو کې د تعلیم محکمې د کلاس فور د ۸۱ ملازمتونو امیدوارانو د شپږو میاشتو تېرېدو باوجود د انټرویو او تقررۍ په بهیر کې د ځنډ پر ضد احتجاج کړی دی. احتجاج کوونکو ویلي دي، چې شپږ میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه نه د دوي انټرویو شوې او نه هم د تقررۍ عمل بشپړ شوی دی.

مظاهره چیانو تور لګولی دی چې په دغو ملازمتونو کې سیاسي مداخله کېږي او د صوبايي اسمبلۍ د غړي اورنګزېب خان پرسنل سیکرټري ناصر خان په مبینه توګه د تقرریو په بهیر کې خنډونه جوړوي. د مظاهره چیانو مشرانو د احتجاج پر مهال ویلي دي، چې د دغو ملازمتونو د تقررۍ لپاره ټاکل شوې موده د اګست پر ۲۵مه پای ته رسېږي، نو ځکه باید تر دې نېټې مخکې د انټرویو او تقررۍ عمل بشپړ کړل شي.

هغوي خبرداری ورکړی دی چې که غوښتنې یې ونه منل شي، نو د احتجاج لمن به نوره هم پراخه کړي او د تعلیم محکمې دفتر ته به تالې واچوي. بلخوا، د صوبايي اسمبلۍ د غړي اورنګزېب خان پرسنل سیکرټري ناصر خان د مظاهره چیانو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په دغو دعوو کې هېڅ حقیقت نشته.

تر اوسه د تعلیم محکمې په رسمي توګه نه دي ویلي چې د دغو ۸۱ ملازمتونو د انټرویو او تقررۍ بهیر به کله بشپړېږي.