بدخشان : د افغانستان آزادۍ جبهې ویلي دي،ې ،د اګست په ۱۹مه، د شپې یې د بدخشان ولایت په مرکز فیض‌ اباد ښار کې د طالبانو د والي پر دفتر او یوې امنیتي پوستې راکټي بریدونه کړي دي.

جبهې ،اګست په ۲۰مه، په یوه خبرپاڼه کې دعوه کړې ده چې په دغو بریدونو کې د طالبانو څلور غړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي. د دغو تلفاتو شمېر تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.

 


د ازادۍ جبهې په وینا، له راکټي بریدونو وروسته یې جنګیالي د طالبانو له ځواکونو سره په نښته کې ښکېل شول. جبهه وايي، چې نښته شاوخوا نیم ساعت روانه وه او دواړو خواوو پکې له بېلابېلو وسلو کار واخیست. جبهې دعوه کړې ده چې په دې نښته کې یې خپلو جنګیالیو ته کوم ځاني زیان نه دی اوښتی.
 

د امریکا پوځي مجله «میلیټري»: د طالبانو مخالفو ډلو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي
د امریکا پوځي مجله «میلیټري»: د طالبانو مخالفو ډلو په افغانستان کې بریدونه زیات کړي


په بدخشان کې سیمه‌ ییزو سرچینو هم ویلي دي چې د چهارشنبې په شپه یې د فیض‌ اباد ښار د ولایت مقام ودانۍ ته څېرمه د راکټ د لګېدو غږ اورېدلی دی. د سرچینو په وینا، تر چاودنې وروسته شاوخوا لس دقیقې د ډزو غږونه هم اورېدل کېدل.

د ولایت مقام په شاوخوا کې د طالبانو څو امنیتي پوستې موجودې دي. طالبانو تر اوسه د ازادۍ جبهې د برید او د دعوه شویو تلفاتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.