د بنو د کینټ تاڼې په حدودو کې ،د  اپرېل په ۲۷مه، د ممش خېل له سیمي څخه د سیف سټي پروژې ۵ کارکوونکي، چې ټول د باجوړ اوسیدونکي دي، ناڅرګندو وسله والو تښتولي دي.

 

سرچیني وایي چې دغه کارکوونکي د خیبر پښتونخوا د پولیسو د سیف سټي پروژې له لارې د امنیتي کیمرو د نصبولو په چارو بوخت وو او په سیمه کې یې د درنو ماشینونو په مرسته کار کولو، چې په همدې مهال هدف وګرځول شول او له سیمي څخه یوړل شول.

 

چارواکي وايي چې د پېښې د رامنځته کېدو وروسته پولیس او امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پېل کړې دي.

 

سیمه ییزې سرچیني وایي چې په وروستیو اونیو کې په بنوں او شاوخوا سیمو کې د تښتونو پېښو کې زیاتوالی لیدل شوی، چې له امله یې د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي.

 

تر اوسه هېڅ ډلې د دې پېښې مسؤلیت نه دی منلی، او نه هم د تښتول شوو کسانو په اړه کومه غوښتنه یا اړیکه مخې ته راغلې ده.

پولیسو ویلي چې د پېښې ټول اړخونه څېړي او هڅه کوي چې تښتول شوي کارکوونکي زر تر زره ومومي او د پېښې عاملین ونیسي۔