واڼا / مکین : په بر او کوز سویلي وزیرستان کې د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکښوېدنې له امله کورونو، کرنیزو ځمکو، فصلونو، سړکونو او پلونو ته زیان رسېدلی او په ګڼو سیمو کې تګ راتګ اغېزمن شوی دی.

د بر سویلي وزیرستان ډپټي کمېشنر ،د اګست په ۲۰مه، ویلي دي، چې په مکین تحصیل کې د بارانونو له امله لږ تر لږه درې کورونه زیانمن شوي دي. د نوموړي په وینا، د خوړونو او نالو پر غاړو پرتې کرنیزې ځمکې او د جوارو فصلونه هم سخت اغېزمن شوي دي.

د سرویکۍ تحصیل مییر شاه فیصل غازي وايي، چې سېلابي اوبو په ځینو سیمو کې سړکونه او پلونه وړي دي. نوموړي له صوبايي حکومته غوښتي دي چې بر سویلي وزیرستان دې افت ځپلې ضلعه وګرځول شي، څو د زیانونو ارزونه او له اغېزمنو خلکو سره مرستې چټکې شي.

هغه زیاته کړې ده، چې د تنګه سړک د ځمکښوېدنې له امله بند دی او خلک د تګ راتګ له ستونزو سره مخ دي. بل لور ته، د کوز سویلي وزیرستان ضلعي انتظامیه وايي، چې د واڼا ـ ګومل زام پر سړک د ځمکښوېدنې له امله ټرافیک درېدلی دی.

د واڼا او ډېره اسماعیل خان ترمنځ پر لاره هم په یو شمېر ځایونو کې خاوره او ډبرې راښوېدلې دي، چې له امله یې لاره بنده شوې او عام خلک او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي. ضلعي انتظامیه وايي، چې په کوز سویلي وزیرستان کې په نورو ځایونو کې هم ځینې سړکونه د ځمکښوېدنې له امله تړل شوي او د پاکولو چارې روانې دي.

تر اوسه د دغو بارانونو او سېلابونو له امله د مرګ ژوبلې کوم رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.