د کوز سویلي وزیرستان یو امنیتي چارواکي ،شال نیوز ته د نوم نه ښودلو په شرط، ویلي دي چې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله یو ملکي وګړی وژل شوی او بل ټپي شوی دی۔
د چارواکي په وینا، پېښه، د اپرېل په ۲۷مه، د تنګي موړ په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې یو ملکي ګاډی د امنیتي ځواکونو د شکۍ له بټالین مرکز څخه د آسمان پنګه اصلي پوستې ته د خوراکي توکو (راشن) لېږدولو لپاره په لار وو۔
په پېښه کې د ګاډي چلوونکی ،نور ګل د مدام خان زوې، چې د مانتويي ملکشاهي اوسېدونکی و، پر دغه ځای وژل شوی دی، او بخت الله د نور ولي خان زوې ټپي شوی دی۔
د پېښې وروسته سیمه ییز خلک د مرستې لپاره ورسېدل او ټپي یې نږدې روغتیايي مرکز ته انتقال کړ۔
امنیتي چارواکي ویلي، چې سیمه کلابنده شوې او د پېښې پلټنې روانې دي، په داسې حال کې چې امنیتي تدابیر نور هم سخت کړل شوي دي۔ خو تر دې دمه د پېښې مسولین ندي معلوم شوي.

ظفر وزير