اسلام اباد : د پاکستان د تجارت وزیر جام کمال خان قامي اسمبلۍ ته ویلي دي، چې حکومت د بهر مېشتو پاکستانیانو لپاره د استعمال شوو موټرو د واردولو د «شخصي سامان» سکیم ختم کړی او اوس به استعمال شوی موټر یوازې د «ډالۍ» او «استوګنې د انتقال» د سکیمونو له لارې پاکستان ته راوړل کېدی شي.
جام کمال خان ،د اګست په ۱۹مه، قامي اسمبلۍ ته په لیکلي ځواب کې ویلي دي، چې اقتصادي رابطه کمېټۍ او وفاقي کابینې د «شخصي سامان» سکیم د ختمولو منظوري ورکړې وه او د تجارت وزارت د روان کال د جنورۍ پر ۱۵مه په رسمي اعلامیه کې دا بدلون عملي کړی و.
د حکومت په وینا، د «شخصي سامان» سکیم په پراخه کچه د تجارتي کاروبار لپاره کارول کېده، حال دا چې د دې سکیم مقصد د بهر مېشتو پاکستانیانو شخصي ضرورتونه وو. د نوې پالیسۍ له مخې د «ډالۍ» او «استوګنې د انتقال» سکیمونه لا هم پر ځای پاتې دي، خو د استعمال شوو موټرو د واردولو شرطونه سخت شوي دي.
د دغو سکیمونو له لارې راوړل کېدونکې موټرې به د خوندیتوب، چاپېریال او نورو سرکاري معیارونو تابع وي؛ یعنې هغه شرطونه به پرې هم عملي کېږي چې د استعمال شوو موټرو پر تجارتي وارداتو لګېږي. حکومت د دوو وارداتو ترمنځ موده هم له پخوانیو دوو کلونو درېو کلونو ته زیاته کړې ده. د اړوندو مقرراتو له مخې د وړتیا لپاره د بهر استوګنې موده لږ تر لږه ۸۵۰ ورځې ټاکل شوې ده.
همداراز، د «ډالۍ» او «استوګنې د انتقال» د سکیمونو له لارې وارد شوی موټر به پاکستان ته له راوړلو وروسته تر یو کال پورې بل چاته نه شي انتقالېدی. د استوګنې د انتقال د سکیم لاندې موټر باید له هغه هېواد څخه راوړل شي چې بهر مېشتی پاکستانی پکې اوسېږي.
د تجارت وزارت وايي، چې د دغو بدلونونو هدف دا دی چې بهر مېشتو پاکستانیانو ته د شخصي استعمال لپاره قانوني اسانتیا پاتې شي، خو د شخصي سکیمونو تر نامه لاندې د استعمال شوو موټرو پراخه تجارتي واردات ودرول شي.
حکومت اټکل کوي چې له دې پرېکړې سره به د استعمال شوو موټرو واردات راکم شي، خو تر اوسه د نوې پالیسۍ بشپړ اقتصادي او بازاري اثر په رسمي توګه نه دی اندازه شوی.


شال نیوز