هنګو : د هنګو سټي پولیس تاڼې په حدودو، بابو تنګي سیمه کې ناڅرګنده وسله والو په ډزو ،مولانا یونس دردمند، وژلی او د هغه لس کلن زوې یې ژوبل کړی دی.

پولیس وايي، چې مولانا یونس دردمند ،داګست په ۲۰مه، له بازاره خپل کور ته روان و چې کور ته نږدې ناڅرګنده وسله والو پرې ډزې وکړې. د ډزو په نتیجه کې مولانا یونس پر ځای ژوند له لاسه ورکړ، خو ورسره لس کلن زوې یې ژوبل شو.

له پېښې وروسته بریدګر له ځایه وتښتېدل. پولیسو د مولانا یونس مړی د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته انتقال کړی، په داسې حال کې چې ژوبل ماشوم ته طبي مرسته ورکول کېږي.

د سټي پولیس تاڼې ایس اېچ او فیاض خان ویلي دي، چې پولیسو د پېښې پلټنې پېل کړې دي او د بریدګرو د پېژندلو او نیولو لپاره کار روان دی.

د لومړنیو معلوماتو له مخې، مولانا یونس دردمند له سپاه صحابه، اهل سنت والجماعت سره تړاو درلود، خو پولیسو تر اوسه د برید د انګېزې په اړه کومه حتمي خبره نه ده کړې. تر دې دمه هېڅ وسله والې ډلې د دې برید ذمه واري نه ده منلې.