لاهور : د سعودي عرب هوايي شرکت ،ریاض اېر، د ریاض او لاهور ترمنځ خپلې نیغ په نیغه الوتنې پېل کړې دي او لومړۍ الوتکه یې لاهور ته رسېدلې ده.

د شرکت د اعلان شوي مهالوېش له مخې، ریاض اېر به د ریاض او لاهور ترمنځ په اوونۍ کې درې نیغ په نیغه الوتنې کوي. لاهور ته دغه پروازونه د اګست پر ۱۸مه پېل شوي دي.

ریاض اېر پر دې لاره د بوینګ ۷۸۷-۹ ډریم لاینر الوتکې کاروي. شرکت وايي، چې پاکستان ته د نوو الوتنو له پېل سره غواړي مسافرو ته د سعودي عرب او پاکستان ترمنځ د سفر نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

ریاض اېر تر دې مخکې د اګست پر ۱۴مه د ریاض او اسلام‌ اباد ترمنځ هم خپلې الوتنې پېل کړې وې. اسلام‌ اباد ته د شرکت په اوونۍ کې اووه الوتنې ټاکل شوې دي، چې ورسره لاهور په پاکستان کې د ریاض اېر دویم ښار ګرځېدلی دی.

د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ هر کال د کار، کاروبار، عمرې او حج لپاره ګڼ مسافر تګ راتګ کوي. د پاکستان د هوايي ډګرونو چارواکي تمه لري چې د نوو نیغ په نیغه الوتنو له پېل سره به د مسافرو تګ راتګ او کاروباري سفرونه اسانه شي.

خو تر اوسه د دغو نوو الوتنو د اقتصادي او سوداګریز اغېز په اړه کومه اندازه شوې نتیجه نه ده خپره شوې.