په خېبرپښتونخوا کې د روان کال لومړۍ درې میاشتې یو ځل بیا د ناامنۍ، تاوتریخوالي او درنو ځاني تلفاتو شاهدې پاتې شوې دي.

 

د خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد پولیسو ادارې په راپور کې ویل شوي، چې په دې موده کې د حکومت مخالفه وسله والو له لوري ټولې ۴۷۵ پېښې ثبت شوې دي، چې په کې د امنیتي ځواکونو او عام ولس دواړو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

 

که څه هم حکومتي چارواکي د ۸۵ حکومت مخالفه وسله والو د وژل کېدو دعوه د یوې مهمې لاسته راوړنې په توګه وړاندې کوي، خو د ځاني تلفاتو شمېر بیا د امنیتي وضعیت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي او د ثبات ادعا تر پوښتنو لاندې راولي.

 

په دغو درې میاشتو کې ۷۱ پولیس سرتېري وژل شوي او ۶۸ نور ټپیان شوي دي. د ایف سي ۲۷ سرتېري وژل شوي او ۴۵ ژوبل شوي دي، په داسې حال کې چې نور امنیتي ځواکونه هم د ۲۱ وژنو او ۶۶ ټپیانو له زیان سره مخ شوي دي. عام خلک بیا تر ټولو زیات اغېزمن شوي، چې ۶۷ کسان وژل شوي او ۲۹۸ نور ټپیان شوي دي.

 

د رسمي شمېرو له مخې د صوبې په جنوبي او قبایلي ضلعو کې ناامني تر ټولو لوړه ده. بنو د ۹۲ پېښو سره د تاوتریخوالي په مرکز بدل شوی، ورپسې شمالي وزیرستان د ۸۸ پېښو او ډېره اسماعیل خان د ۶۵ پېښو شاهد پاتې شوی دی. دا وضعیت ښيي چې د ناامنۍ فشار لا هم په همدې سیمو کې متمرکز پاتې دی.

 

په همدې موده کې د پولیسو له خوا ۱۴۲۷ کسان په بېلابېلو مقدمو کې نومول شوي، خو یوازې ۱۰۷ کسان نیول شوي دي. همدارنګه ۱۲۳۵ کسان د فورتھ شیډول په لېست کې شامل شوي دي، څو د هغوي فعالیتونه تر څار لاندې وساتل شي.

 

حکومتي ادارې د حکومت مخالفه وسله والو پرضد د کامیاب عملیاتو دعوه کوي، خو د پېښو دوام او د تلفاتو لوړه کچه دا پوښتنه لا هم پر ځای پرېږدي چې ولې د تاوتریخوالي په مجموعي کچه کې ښکاره کمی نه لیدل کېږي.