اسلام‌ اباد : په پاکستان کې د امریکا شارژدافیر ،ناتالي اې بیکر، او په پېښور کې د امریکا قونسل جنرل ټام ایکرټ د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ له مشر ،بابر سلیم سواتي، او د صوبايي اسمبلۍ له بېلابېلو پارلماني مشرانو سره کتلي دي او د امنیت، معدنیاتو، توانایۍ، تعلیم او پانګونې په ګډون یې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.

غونډه ،د اګست په ۱۸، په اسلام‌ اباد کې د خیبر پښتونخوا په هاوس کې شوې، چې د صوبايي حکومت وزیرانو او نورو سیاسي استازو هم پکې ګډون کړی و.

د امریکا سفارت ویلي دي، چې په خبرو کې په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا د مهمو معدنیاتو، توانایۍ او امنیت په برخو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې شوې دي. سفارت ویلي دي چې د دواړو خواوو همکاري د ګډو لومړیتوبونو او د سیمې د ثبات لپاره مهمه ده.

د خېبر پښتونخوا د حکومتي معلوماتو له مخې، په غونډه کې د سپورټ، سیاحت، معدنیاتو، برېښنا او توانایۍ، تعلیم، پارلماني همکارۍ او د ادارو د وړتیاوو د لوړولو په برخو کې هم د ګډ کار پر امکاناتو خبرې شوې دي.

صوبايي وزیرانو امریکايي پلاوي ته په خپلو اړوندو څانګو کې د پانګونې د موقعو او روانو پرمختیايي منصوبو په اړه معلومات ورکړي دي. د اسمبلۍ پارلماني مشرانو د خیبر پښتونخوا د امن او امان پر روان حالت، د ولس پر ستونزو او نورو مهمو صوبايي مسئلو هم بحث کړی دی.

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتي ویلي دي، چې صوبه د طبیعي وسایلو، معدنیاتو، سیاحت او ځوان نفوس له پلوه پراخ امکانات لري او په بېلابېلو برخو کې نړیواله همکاري او پانګونه کولی شي د کاروبار، روزګار او پرمختګ نوې موقعې پیدا کړي.

هغه ویلي دي، چې په غونډه کې د بېلابېلو پارلماني ګوندونو د مشرانو ګډون دا څرګندوي چې اسمبلي د ټولې صوبې د ولس استازیتوب کوي.

دا غونډه په داسې وخت کې شوې ده چې د امریکا او پاکستان ترمنځ د مهمو معدنیاتو په برخه کې اړیکې په زیاتېدو دي او واشنګټن د هغو معدنیاتو له سرچینو سره ځانګړې دلچسپي ښيي چې په جدید صنعت، ټیکنالوجۍ او توانایۍ کې استعمالېږي.

خیبر پښتونخوا د معدنیاتو ترڅنګ د امنیت له سختو ستونزو سره هم مخ ده، ځکه په وروستیو کلونو کې د صوبې په قبایلي او سویلي ضلعو کې وسله وال بریدونه زیات شوي دي.