باجوړ : د باجوړ د واړه ماموند تحصیل په سیوۍ سیمه کې ناڅرګنده وسله والو په ډزو ۵۵ کلن قامي مشر ملک مضروف خان وژلی دی.

پولیس وايي، وسله والو ،د اګست په ۱۹مه، ماښام پر ملک مضروف خان ډزې کړې چې له امله یې هغه پر ځای مړ شوی دی. د هغه مړی د خار ضلعي مرکزي روغتون ته رسول شوی دی.

پولیسو د پېښې پلټنې او د بریدګرو د موندلو لپاره لټون پېل کړی دی. د برید لامل تر اوسه نه دی معلوم شوی.