سوات : د خیبر پښتونخوا د روغتیا صوبايي وزیر ،خلیق الرحمان، په مشرۍ ،د اګست په ۱۹مه، د ملاکنډ ډویژن د کمشنر په دفتر، سیدو شریف سوات کې د سیدو ګروپ اف ټیچنګ هسپتال، سنټرل هسپتال، ایم ټي ایي سوات او ډسټرکټ هیډکوارټر هسپتال د چارو په اړه یوه اعلا کچه غونډه شوې ده.
په غونډه کې د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکیم خان یوسفزي، د ډیډک سوات چییرمین اختر خان ایډوکېټ، د ملاکنډ ډویژن کمشنر مسعود احمد، د خیبر پښتونخوا د روغتیا سیکرټري فیاض علي شاه، د روغتیا ډایرکټر جنرل ډاکټر نعیم اعوان، د ایم ټي ایي سوات ډین پروفیسر ډاکټر اسرار الحق، ایم ایس ډاکټر محمد سلیم، د سوات ډي اېچ او او نورو اړوندو چارواکو ګډون کړی و.
په غونډه کې د سیدو ګروپ اف ټیچنګ هسپتال، سنټرل هسپتال، په ځانګړې توګه د ایم ټي ایي سوات او ډسټرکټ هیډکوارټر هسپتال د انتظامي چارو، ناروغانو ته د علاج اسانتیاوو او د روغتیايي خدمتونو د ښه کولو په اړه تفصیلي خبرې شوې دي.
اړوندو چارواکو د روغتیا صوبايي وزیر ته په روغتونونو کې د موجودو اسانتیاوو، انتظامي چارو، ناروغانو ته د علاج د خدمتونو او د روانو اقداماتو په اړه بریفنګ ورکړی دی.
خلیق الرحمان ویلي دي، چې ناروغانو ته د معیاري روغتیايي اسانتیاوو ورکول د صوبايي حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي او په دې اړه به پرېکړې د خپلمنځي مشورو او ځمکنیو حالاتو په رڼا کې کېږي.
هغه د ایم ټي ایي سوات او ډسټرکټ هیډکوارټر هسپتال انتظامیې ته هدایت کړی دی چې په ګډه دې د ناروغانو لپاره د غوره علاج، انتظامي چارو او نورو اړوندو مسلو په اړه یو جامع پلان جوړ کړي او صوبايي حکومت ته دې وسپاري.
صوبايي وزیر د دغو چارو د جاج اخیستو لپاره د یوې کمېټۍ د جوړولو هدایت هم کړی، څو د روغتونونو اړوند مسلې وڅېړي او شفافې، منصفانه او د عملي کېدو وړ سپارښتنې وړاندې کړي.
خلیق الرحمان ویلي دي، چې په سوات کې د غونډې مقصد دا دی چې د خلکو ستونزې په مقامي کچه وکتل شي او داسې ګامونه پورته شي چې د ناروغانو او عامو خلکو په ګټه وي. هغه اړوندو چارواکو ته هدایت کړی چې د ناروغانو د اسانتیاوو، د علاج د معیار او د روغتونونو د کارکردګۍ د لا ښه کولو لپاره په ګډه او منظمه توګه اقدامات وکړي.


شال نیوز