خیبر : د پاکستان ـ افغانستان لویې لارې پر مچنۍ چیک پوسټ ته نږدې د کسټم پر ځینو اهلکارو تور لګېدلی دی چې له افغانستانه راستنېدونکو ټرک ډرایورانو څخه په ناقانونه توګه پیسې اخلي.
د سرچینو په وینا، له مچنۍ چیک پوسټ څخه لږ وړاندې له افغانستانه راتلونکو ټرکونو څخه د کسټم ځینې اهلکار په ښکاره د پیسو غوښتنه کوي. سرچینې دعوه کوي چې که کوم ډرایور د پیسو له ورکولو انکار وکړي، نو ورسره بد چلند کېږي، ټېل وهل کېږي او دړکې ورته ورکول کېږي.
سرچینې دا تور هم لګوي چې د کسټم اړوند چارواکو د دغو شکایتونو د پلټنې او کارروایۍ پر ځای، په مبینه توګه په پیسو اخیستو ککړ اهلکار د اوونیز شیډول له مخې پر ډیوټۍ لګولي دي.
د ټرک ډرایورانو په وینا، د «ګېټ اِن» او «ګېټ اوټ» په نوم هم له هر موټر څخه زر ـ زر روپۍ اخیستل کېږي. دوي دعوه کوي چې په ځینو ځایونو کې په ساده جامو کې کسان هم د پیسو په اخیستو کې لاس لري.
ډرایورانو او ځايي خلکو له کسټم چارواکو غوښتنه کړې ده چې د دغو تورونو سمدستي نوټس واخلي، شفافې پلټنې وکړي او که د کسټم کوم اهلکار یا په ساده جامو کې بل کس په ناقانونه توګه د پیسو په اخیستو کې ککړ ثابت شي، پر ضد دې قانوني کارروایي وشي.
دوي وايي، چې له ټرک ډرایورانو څخه په زور د پیسو اخیستو لړۍ باید سمدستي ودرول شي او پر پاکستان ـ افغانستان لویه لار د سوداګریزو ګاډو تګ راتګ دې له هر ډول ناقانونه وصولۍ خوندي کړل شي.
تر اوسه د دغو تورونو په اړه د کسټم چارواکو رسمي دریځ مخې ته نه دی راغلی. د ناقانونه پیسو اخیستو دغه دعوې هم تر دې دمه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.


شال نیوز