سوات : په ملاکنډ ډویژن کې د وفاقي ټېکسونو پر ضد د سوداګرو احتجاجي تحریک نور هم سختېږي او د سوات چیمبر اف کامرس اینډ انډسټري ویلي دي، چې که د بجلي او ګېس له بلونو ټېکسونه ختم نه کړل شول، د بلونو نه ورکولو او سول نافرمانۍ په ګډون به پر نورو سختو ګامونو غور وکړي.
د سوات چیمبر اف کامرس اینډ انډسټري بېړنۍ غونډه ،د اګست په ۱۹مه، د ادارې د صدر ،نور محمد خان، په مشرۍ وشوه. غونډې پرېکړه وکړه چې له وزیراعظم ،شهباز شریف، سره تر متوقع ملاقات پورې به وروستۍ تګلاره نه اعلانوي، خو که وفاقي حکومت د ملاکنډ ډویژن د ولس او سوداګرو د غوښتنو مطابق واضحه پرېکړه ونه کړه، احتجاج به نور هم پراخ کړل شي.
په غونډه کې د ملاکنډ ټریډرز فیډرېشن صدر عبدالرحیم، ویاند ډاکټر خالد محمود، د چیمبر سېکرټري جنرل نوید جاوېد او ګڼو نورو سوداګریزو مشرانو او غړو ګډون کړی و.
د غونډې ګډونوالو د خیبر پښتونخوا د حکومت له خوا د صوبايي ټېکسونو د ختمولو د پرېکړې هرکلی وکړ او اعلا وزیر ،سهېل اپریدي، ته یې مننه وړاندې کړه. دوي وویل، چې د صوبايي اسمبلۍ د غړو د غوښتنو وروسته د صوبايي کابینې له خوا د اړوندو ټېکسونو د ختمولو نوټیفیکېشن د ولسي تحریک یوه مهمه کامیابي ده.
سوداګرو له وفاقي حکومت څخه هم غوښتنه وکړه چې په ملاکنډ ډویژن کې د وفاقي ټېکسونو په اړه واضحه او وروستۍ پرېکړه وکړي او د دې لپاره باقاعده نوټیفیکېشن جاري کړي.
د غونډې ګډونوالو په ځانګړي ډول د بجلۍ او سوي ګېس په بلونو کې پر بېلابېلو ټېکسونو اندېښنه څرګنده کړه. د دوي په خبره، د سوات او د ملاکنډ ډویژن نور کاروباریان له وړاندې له سخت اقتصادي فشار سره مخ دي او د بجلۍ او ګېس له درنو بلونو سره اضافي ټېکسونه کاروبار نور هم زیانمنوي.
سوداګرو خبرداری ورکړ چې که موجوده حالت دوام وکړي، په سیمه کې به پاتې کاروباري چارې هم سختې اغېزمنې شي. غونډې وویل، چې د ملاکنډ ټریډرز فیډرېشن او سوات چیمبر اف کامرس اینډ انډسټري د ټېکسونو د مسئلې پر سر پر یو دریځ ولاړ دي او تر هغه به ګډ احتجاجي تحریک روان ساتي چې د دوي په وینا د سیمې د ولس غوښتنې نه وي منل شوې.
ګډونوالو وویل، چې د خپلو غوښتنو لپاره به قانوني، اییني او جمهوري لارې کاروي، خو که وفاقي حکومت یې غوښتنې ونه مني، د بجلۍ او ګېس د بلونو نه ورکولو او سول نافرمانۍ په ګډون نور انتخابونه هم تر غور لاندې دي.
غونډې دا پرېکړه هم وکړه چې د پاکستان د ټولو مهمو سیاسي ګوندونو له پارلیماني مشرانو سره به ملاقاتونه کوي، څو هغوي د ملاکنډ ډویژن د ولس او کاروباریانو له اندېښنو خبر کړي.
سوداګرو له منتخب استازو غوښتنه وکړه چې په قامي اسمبلۍ، سېنېټ او نورو پارلیماني فورمونو کې د ملاکنډ ډویژن د ټېکسونو مسئله په جدي توګه پورته کړي او پر وفاقي حکومت د ټېکسونو د ختمولو لپاره فشار زیات کړي.
د ملاکنډ ډویژن د ټېکسونو مسئله په وروستیو میاشتو کې یو ځل بیا د پراخو احتجاجونو سبب شوې ده. سوداګر او سیمه ییز مشران د نوو وفاقي ټېکسونو مخالفت کوي او وايي، چې د سیمې کمزوری اقتصاد، تېرو ناامنيو، بې ځایه کېدو او قدرتي افتونو ته په کتو باید ملاکنډ ته نور اقتصادي ریلیف ورکړل شي.
د سوات چیمبر مشران وايي، چې له وزیراعظم شهباز شریف سره متوقع ملاقات د روانې مسئلې مهم پړاو ګڼي؛ خو که له دې ملاقات وروسته هم د دوي په وینا د منلو وړ اعلان ونه شو، احتجاجي تحریک به پراخ او د سختو احتجاجي لارو په ګډون به پر ټولو انتخابونو غور وشي.


عصمت علي اخون