د سلارزو تحصیل په بېلابېلو سیمو کې د نااعلان شوي ګرځبندېز او سړکونو بندښت پر ضد ولسي احتجاج دوام لري. مظاهره کوونکو د ټایرونو په سوځولو سره د باجوړ نه تر دیر پورې غځېدلې لویه لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې ده.

 

د مظاهره کوونکو په وینا، د سلارزو په چینار، دره او مانو سیمو کې له تېرو څو ورځو راهیسي سړکونه بند دي، چې له امله یې خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي. دوي وايي چې دې بندښت د سیمي ورځنی ژوند ټکنی کړی، ناروغان نشي کولی په وخت روغتونونو ته ورسېږي، تعلیمي فعالیتونه ځنډېدلي او کاروبارونه هم سخت اغېزمن شوي دي.

 

 

د سالارزو اولس د احتجاج په توګه د باجوړ تر دیر لویه لار تړلې ده | انځور شال نیوز / حسبان الله باجوړي

 

 

په همدې حال کې، د یادو سیمو اوسېدونکي له تېرو یوې اوونۍ راهیسي په پرله ‌پسې توګه احتجاجونه کوي او غوښتنه لري چې حکومت دې زر تر زره د ګرځبندېز په پرېکړه کې نرمي راولي او تړلې لارې دې بېرته پرانیزي.

 

په احتجاجي مظاهره کې یو شمېر سیاسي او ټولنیزو مشرانو هم ګډون کړی، چې پکې د جماعت اسلامي مخکښ صاحبزاده هارون الرشید، د عوامي نیشنل ګوند سید صدیق اکبر جان، او ایم این اے انورزیب خان شامل دي. 

دوي په خپلو ویناوو کې ټینګار وکړ چې د ولس ستونزې باید جدي ونیول شي او اړوند چارواکي دې سمدستي حل لاره راوباسي.

 

 

د باجوړ سیاسي مشران په سالارزو کې د ګرځبندېز پرضد د اولسي احتجاج په مهال | انځور شال نیوز / حسبان الله باجوړي

 

 

مشرانو زیاته کړه چې د سړکونو دوامداره بندښت نه یوازې د عامو خلکو ژوند اغېزمن کړی، بلکې د سیمي اقتصادي حالت یې هم زیانمن کړی دی. دوي خبرداری ورکړ چې که غوښتنې یې ونه منل شي، احتجاج به نور هم پراخ کړي.

 

بلخوا، د ضلعي ادارې او مظاهره کوونکو ترمنځ مذاکرات روان دي، څو دا ستونزه په سوله ‌ییزه توګه حل شي او سیمه بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

تر هغې چې کومه پایله نه وي ترلاسه شوي، مظاهره کوونکي وايي چې خپل احتجاج ته به دوام ورکوي.