د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون راپور ورکړی چې د چهارشنبې په مازیګر د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو د ګوله بارۍ برید شوی.

 

د راپور له مخې، دا پېښه د "ناواپاس" په سیمه کې د مازیګر شاوخوا پنځه بجې شوې ده چې پکې یو ملکي وګړی وژل شوی او د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه نور کسان ټپیان شوي دي. د ټپیانو روغتیايي وضعیت په اړه تر اوسه بشپړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

 

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی. د راپورونو له مخې، په تېرو پنځو اوونیو کې په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د هوايي بریدونو او ګوله بارۍ له امله له څلوويښت زیات کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي.

 

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دې حالت یې ورځنی ژوند سخت اغېزمن کړی، او سلګونه کورنۍ اړ شوې دي چې خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته کډه وکړي.

 

بلخوا، نړیوالو خبري اژانسونو خبر ورکړی چې د چین په منځګړیتوب د پاکستان او د طالبانو د حکومت استازي د چین په اورمچي ښار کې د سولې خبرو ته ناست دي.

 

که څه هم تر اوسه د دې خبرو رسمي جزیات نه دي خپاره شوي، خو تمه ده چې دا هڅې به د دواړو هېوادونو ترمنځه روان تاوتریخوالی کم کړي. د سیمي خلک او د سولې فعالان هیله لري چې دا خبرې به د سرحدي نښتو د پای ته رسولو سبب شي، خو د کونړ وروستي بریدونو دا بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.