سوات : د سوات پولیسو ویاند ویلي دي، چې د اګست په ۱۹مه، د پیتھام سب جیل د بندیانو د احتجاج پر مهال درې جیل پولیس اهلکار ژوبل شوي دي.
د پولیسو په وینا، په ژوبلو اهلکارانو کې د شانګلې اوسېدونکی امیرالله، د باجوړ اوسېدونکی شاکرالله او د فتح پور اوسېدونکی توصیف الرحمان شامل دي.
ژوبل شوي اهلکار سمدستي سنټرل هسپتال ته منتقل کړل شوي دي، چې هلته یې درملنه روانه ده. ډاکټرانو ویلي دي، چې د درې واړو ژوبلو جیل پولیس اهلکارانو حالت له خطره بهر دی.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د بندیانو احتجاج د څه له امله پېل شوی او د پېښې پر مهال تاوتریخوالی څنګه رامنځته شوی دی. پولیسو هم د احتجاج د علت او جزيیاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړي.


عصمت علي اخون