مکین : د بر سویلي وزیرستان د مکین تحصیل په مرکزي بازار کې د صفایۍ وضعیت خراب شوی او په بېلابېلو ځایونو کې د خځلو د پاتې کېدو له امله دوکانداران، پېرودونکي او عام خلک له ستونزو سره مخ دي.
د سیمې د اوسېدونکو ،د اګست په ۱۹مه، ویلي دي چې د تحصیل میونسپل ادارې یا ټي اېم ای له خوا په بازار کې په بېلابېلو ځایونو کې اېښودل شوې د خځلو ډبې له څو ورځو راهیسې ډکې دي او پر وخت نه تشېږي. د بازار پر پلي لارو، د دوکانونو مخې ته او په ځینو نالیو کې هم خځلې پرتې لیدل کېږي.
ځايي خلک وايي، چې د خځلو د نه پورته کېدو له امله په بازار کې بد بوي پیدا شوی او د صفایۍ عمومي وضعیت اغېزمن شوی دی. د دوي په وینا، که خځلې پر وخت لرې نه شي، د نالیو د بندېدو او د چاپېریال د ککړتیا ستونزه نوره هم زیاتېدی شي.
یو شمېر دوکانداران او ټولنیز فعالان دعوه کوي چې د ټي اېم ای د صفایۍ لپاره ګڼ کارکوونکي ټاکل شوي دي، خو د بازار د صفایۍ په نظام کې د پام وړ ښه والی نه لیدل کېږي. هغوي شکایت کوي چې د صفایۍ لپاره ټاکل شوې عمله په منظمه توګه دندې ته نه حاضرېږي او خځلې پر وخت نه پورته کېږي.
د مکین اوسېدونکو د بر سویلي وزیرستان له ډپټي کمشنر او د ټي اېم ای له چارواکو غوښتنه کړې ده چې د بازار د صفایۍ وضعیت ته پاملرنه وکړي، د صفایۍ د کارکوونکو حاضري یقیني کړي او له بازار، پلي لارو او نالیو څخه د خځلو د منظمې لرې کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.
تر اوسه د ټي اېم ای یا ضلعي انتظامیې له خوا د خلکو د دغو شکایتونو په اړه رسمي دریځ نه دی خپور شوی.


ظفر وزير