بر سویلي وزیرستان : په بر وزیرستان کې د «وزیرستان ایجوکېشن سټي» د جوړولو پروژه د سیمې د تعلیمي اسانتیاوو د پراخولو او ځوانانو ته د لوړو او مسلکي زده کړو د فرصتونو برابرولو لپاره یوه مهمه پرمختیايي هڅه بلل کېږي.
دا تعلیمي ښار د بر وزیرستان په بروند سیمه کې پلان شوی دی. د پروژې له مخې، ټاکل شوې ده چې په یو ګډ تعلیمي چاپېریال کې ښوونځي ،کالجونه، د لوړو زده کړو ادارې، د پوهنتونونو څانګې، د څېړنې مرکزونه او د مسلکي او تخنیکي زده کړو اسانتیاوې برابرې شي.
د دې پروژې لومړني پلانونه څو کاله وړاندې جوړ شوي وو، خو عملي کار یې له ځنډونو سره مخ شوی و. وروسته د خیبر پښتونخوا حکومت د پروژې د بیا فعالولو او پرمختیايي کارونو د مخته وړلو اعلان وکړ. د صوبايي حکومت په پرمختیايي پروګرامونو کې هم د بروند ایجوکېشن سټي لپاره د بنسټیزو اسانتیاوو او نورو اړوندو کارونو یادونه شوې ده.
د ایجوکېشن سټي اساسي موخه دا ده چې د وزیرستان زده کوونکو ته د خپل کور او سیمې ترڅنګ د معیاري زده کړو زمینه برابره شي. دا مهال د سیمې ګڼ ځوانان د کالج او پوهنتون د زده کړو لپاره پېښور، ډېره اسماعیل خان، اسلام اباد او نورو ښارونو ته ځي، چې د سفر، استوګنې او نورو لګښتونو له امله پر کورنیو د پام وړ مالي بار اچوي.
تمه ده چې د دې مرکز په بشپړېدو سره به د سیمې زده کوونکي لوړو زده کړو، عصري علومو، څېړنې او مسلکي مهارتونو ته په نسبتاً اسانه توګه لاسرسی ومومي. که په پروژه کې د معتبرو پوهنتونونو څانګې او تخصصي ادارې هم فعالې شي، نو د بر سویلي وزیرستان ترڅنګ د شاوخوا ضلعو زده کوونکي هم ترې ګټه اخیستلی شي.
د نجونو د تعلیم له پلوه هم دا پروژه ځانګړی اهمیت لري. په وزیرستان او ځینو نورو قبایلي سیمو کې د اوږده واټن، ترانسپورټ، اقتصادي ستونزو او نورو محدودیتونو له امله ګڼې نجونې له ښوونځي یا کالج وروسته خپلو زده کړو ته دوام نه شي ورکولی. که په ایجوکېشن سټي کې د نجونو لپاره مناسبې تعلیمي ادارې، لیلیې، خوندي ترانسپورټ او نورې اړینې اسانتیاوې برابرې شي، نو د لوړو زده کړو لپاره به یې فرصتونه پراخ شي.
وزیرستان په تېرو دوو لسیزو کې له ناامنۍ، جګړو، پوځي عملیاتو، بې ځایه کېدو او د عامه خدمتونو د کمزورۍ له امله سخت اغېزمن شوی دی. د دې وضعیت اغېزې د تعلیم پر نظام هم پرېوتې دي او د سیمې ګڼ ماشومان او ځوانان له دوامدارو او معیاري زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.
له همدې امله، د سیمې د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ لپاره پر تعلیم پانګونه ځانګړی ارزښت لري. معیاري تعلیم یوازې د زده کوونکو شخصي راتلونکی نه بدلوي، بلکې د روزګار، مسلکي مهارتونو، اقتصادي فعالیتونو او ټولنیز پرمختګ لپاره هم زمینه برابروي.
خو د وزیرستان ایجوکېشن سټي بریا به یوازې د ودانیو په جوړولو پورې محدوده نه وي. د دې لپاره به اړینه وي چې حکومت پروژه په ټاکلي وخت بشپړه کړي، کافي بودیجه ورته برابره کړي، مسلکي استادان او کارکوونکي وګوماري، معیاري تعلیمي ادارې ورجذب کړي او لابراتوارونه، کتابتونونه، انټرنېټ، لیلیې، ترانسپورټ او نورې بنسټیزې اسانتیاوې هم ورسره برابرې کړي.
که پروژه په بشپړ ډول د اعلان شویو موخو مطابق عملي شي، «وزیرستان ایجوکېشن سټي» د سیمې لپاره د یو مهم تعلیمي مرکز په توګه راڅرګندېدی شي او د هغو زرګونو ځوانانو لپاره به د زده کړو نوې دروازې پرانیزي چې تر دې دمه د لوړو او مسلکي زده کړو د محدودو فرصتونو له ستونزې سره مخ دي.
د پروژې د بشپړېدو او د تدریسي فعالیتونو د رسمي پېل کره نېټه لا په څرګند ډول نه ده اعلان شوې؛ ځکه نو د دې پروژې د بریا اصلي معیار به دا وي چې اعلان شوې ژمنې څومره زر په عملي او فعال تعلیمي مرکز بدلېږي.


ظفر وزير