بنګلور : د راپورونو له مخې، د امریکا فضايي ادارې ،ناسا، هند ته بلنه ورکړې ده چې د سپوږمۍ د سویل قطب په سیمه کې د یوې اوږدمهالې اډې د جوړولو په پروګرام کي ګډون وکړي.
دا وړاندیز ،داګست په ۱۸مه، په بنګلور کې د هند د فضايي څېړنو ادارې «اسرو» په مرکزي دفتر کې د امریکا او هند د ملکي فضايي همکاریو د ګډ کاري ګروپ د غونډې پر مهال مطرح شوی دی.
په غونډه کې د دواړو هېوادونو فضايي چارواکو د سپوږمۍ د څېړنو، د علمي معلوماتو د شریکولو او د راتلونکو ګډو فضايي پروګرامونو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي.
ناسا غواړي د سپوږمۍ د سویلي قطب په سیمه کې داسې اډه جوړه کړي چې انسانان وکولی شي هلته د اوږدې مودې لپاره واوسي، علمي څېړنې وکړي او له همدې ځایه راتلونکي فضايي سفرونه تنظیم کړي.
د سپوږمۍ سویلي قطب ځکه هم مهم ګڼل کېږي چې ساینسپوهان په ځینو تل سیورو سیمو کې د کنګل شویو اوبو د زېرمو احتمال ویني. دا اوبه په راتلونکي کې د څښاک، اکسیجن او د فضايي سفرونو لپاره د سون توکو په برابرولو کې کارېدلی شي.
تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې هند به په دې پروګرام کې کوم مشخص مسئولیت ولري، څومره لګښت به پرې کوي او کومې ټکنالوژۍ یا وسایل به برابر کړي.
هند له دې وړاندې هم د سپوږمۍ په څېړنو کې مهم پرمختګ کړی دی. د دغه هېواد «چندریان-۳» فضايي وسیله د سپوږمۍ سویلي قطب ته نږدې په بریالیتوب سره ښکته شوې وه او هند د هغو محدودو هېوادونو په کتار کې شامل شو چې پر سپوږمۍ یې وسیله په خوندي ډول کښته کړې ده.
که هند د ناسا بلنه ومني او په دې پروګرام کې عملي ونډه واخلي، دا به د امریکا او هند ترمنځ د فضايي همکاریو یو نوی پړاو وي او د سپوږمۍ پر سر د علمي څېړنو او د انسانانو د اوږدمهاله اوسېدو په نړیوالو هڅو کې به د هند رول نور هم پراخ کړي.


شال نیوز