د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ امنیه قومندانۍ سرتېرو، د اپرېل په ۲۶مخ، شپه ناوخته د ګزمې پر مهال د غلو یوه شپږ کسیزه ډله نیولې ده.
د ځایي مسؤلینو په وینا، یاد کسان د لاسي مخابرو او وسلو په کارولو سره پر عامو خلکو زور زیاتی کاوه او د هغوي مالونه یې ترې اخیستل. چارواکي زیاتوي چې نیول شوې ډله په بېلابېلو غلاوو تورنه ده او په لومړنیو پلټنو کې یې پر خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
د نیول شوو کسانو سره ۲ دانې توفنګچې، ۳ دانې لاسي مخابرې، ۲ دانې لیزري بتۍ، ۳ دانې برچې ته ورته چاقوګان او یو عراده موټرسایکل هم نیول شوي دي.
د شاجوی ولسوالۍ امنیه قومندانۍ ویلي، چې له لومړنیو څېړنو وروسته به نیول شوي کسان اړوندو قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
بلخوا، د مجازاتو د تطبیق په څرنګوالي کې د پخوانۍ او اوسنۍ دورې ترمنځ توپیر هم د بحث وړ ګرځېدلی. د ۱۹۹۶م کلونو په دوره کې به د غلا په تور کسانو ته سختې سزاوې، لکه د لاسونو او پښو پرې کول، د خلکو پر وړاندې عملي کېدې. خو په روانه دوره کې ځینو مجرمینو ته د درې (کوړو) وهلو سزا ورکول کېږي او وروسته زندان ته لېږدول کېږي.
کارپوهان وايي، که څه هم په مجازاتو کې یو څه بدلون راغلی، خو لا هم د عدلي شفافیت او د بشري حقونو په اړه پوښتنې او اندېښنې موجودې دي.

بریال منګل