پېښور : د خیبر پښتونخوا حکومت د درملو په موجوده قانون کې د پراخو بدلونونو لپاره یو ترمیمي بل صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې کړی دی، چې پکې د جعلي، غیرمعیاري، غیررجسټر او بې لایسنسه درملو د جوړولو او خرڅولو پر ضد د سختو سزاګانو وړاندیز شوی دی.
د ،اګست په ۱۸مه، د وړاندیز شوي بل له مخې، د غیر رجسټر یا بې لایسنسه درملو د خرڅولو په جرم کې تر لسو کلونو بند او تر لس کروړه روپیو جرمانه لګېدلی شي. که یو کس له سزا وروسته هم د غیر رجسټر درملو خرڅلاو ته دوام ورکړي، جرمانه تر شلو کروړه روپیو رسېدلی شي.
په بل کې د جعلي یا ککړو درملو د خرڅولو لپاره تر اوو کلونو بند او تر پنځو کروړه روپیو جرمانه، او د درملو په غلط یا جعلي نوم د خرڅولو لپاره تر لسو کلونو بند او تر پنځلسو کروړه روپیو جرمانه هم وړاندیز شوې ده. همداراز، د درملو د انسپکټر د کار د مخنیوي په صورت کې تر یو کال بند او تر یو کروړ روپیو جرمانه وړاندیز شوې ده.
د ترمیمي بل له مخې به د درملو د کوالټۍ کنټرول ادارو ته دا واک هم ورکړل شي چې د اړتیا پر مهال د درملو نمونې د ازموینې لپاره بهرنیو لابراتوارونو ته ولېږي. بل تر لومړني وړاندې کېدو وروسته د نورو غورونو لپاره د صوبايي اسمبلۍ اړوندې کمېټۍ ته سپارل شوی دی.
دا بل لا قانون نه دی. د نافذېدو لپاره به یې د صوبايي اسمبلۍ د منظورۍ او نور قانوني پړاوونه بشپړېدل ضروري وي.


شال نیوز