تهران / واشنګټن : د امریکا او ایران ترمنځ د شخړې د هواري لپاره د خبرو د ټکني کېدو او د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد د دوامدارو ستونزو له امله په نړیوال بازار کې د خامو تېلو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.

د اګست پر ۱۸مه، د نړیوالو خامو تېلو بیه د یو بېرل لپاره په ۹۱.۰۲ ډالرو وتړل شوه، چې په څه باندې درېیو اوونیو کې تر ټولو لوړه کچه وه. د امریکا خام تیل هم د یو بېرل لپاره ۸۴.۹۴ ډالرو ته لوړ شول.

رویټرز وايي، چې د بیو د لوړېدو مهم لامل د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د خبرو په اړه د هیلو کمېدل او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه دوامداره بې باوري ده.

د امریکا ولسمشر ،ډونالډ ټرمپ، ویلي دي، چې له ایران سره دا مهال د خبرو کومه نوې غونډه نه ده ټاکل شوې. ایران بیا وايي، چې د هرمز تنګی به تر هغو په بشپړه توګه عادي تګ راتګ ته خلاص نه کړي چې واشنګټن د دواړو خواوو ترمنځ د جون د موقتي تفاهم شرایط عملي نه کړي.

د جګړې له پېل وړاندې د هرمز تنګي له لارې هره ورځ د نړۍ د تېلو او نورو انرژۍ د صادراتو یوه لویه برخه لېږدول کېده. د نړیوالو معلوماتو له مخې، له جګړې وړاندې هره ورځ شاوخوا ۱۸ میلیونه بېرله تېل له دې لارې تېرېدل، خو اوس د بېړیو عادي تګ راتګ په پراخه کچه محدود شوی دی.

د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ له تر ټولو مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي. د ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، کویت، عراق او د سیمې د نورو تولیدوونکو د تېلو لویه برخه د همدې لارې نړیوال بازار ته رسېږي.

که څه هم د سیمې ځینو هېوادونو د پایپ لاینونو او نورو بدیلو لارو له لارې د تېلو د صادرولو هڅې زیاتې کړې دي، خو شنونکي وايي، چې دغه لارې د هرمز د عادي تګ راتګ بشپړ بدیل نه شي کېدی.

د ایران او امریکا ترمنځ روانه شخړه د تېلو پر عرضه سربېره د بار وړونکو بېړیو د بیمې، سمندري انتقال او سوداګریزو لګښتونو د زیاتېدو سبب هم شوې ده.

د بازار شنونکي خبرداری ورکوي چې که د هرمز وضعیت عادي نه شي او د امریکا او ایران ترمنځ د سیاسي جوړجاړي روښانه نښې رامنځته نه شي، د خامو تېلو بیې به لوړې او بې ثباته پاتې شي. د نوې پوځي نښتې یا د تېلو پر بېړیو د نورو بریدونو په صورت کې بیې نورې هم لوړېدی شي.

د نړیوالو خامو تېلو د بیو زیاتوالی د پاکستان په څېر هغو هېوادونو ته ځانګړی اقتصادي خطر لري چې د خپلې انرژۍ لویه برخه له بهر څخه واردوي.

که نړیوالې بیې د اوږدې مودې لپاره لوړې پاتې شي، پاکستان ته د پټرولو او ډیزلو د واردولو لګښتونه زیاتېدی شي. ورسره د برېښنا تولید، ټرانسپورټ، کرنه او د خوراکي او نورو توکو د انتقال لګښتونه هم لوړېدی شي.

اقتصادپوهان وايي، چې د انرژۍ د لګښتونو دوامداره زیاتوالی په پاکستان کې د ګرانۍ پر کچه نور فشار راوستلی شي او د عامو خلکو پر ورځني ژوند یې اغېزې په پټرولو، برېښنا، ټرانسپورټ او خوراکي توکو کې څرګندېدی شي.