باړه : د خیبر ضلعې د تیرا درې بې ځایه شوې کورنۍ او قامي مشران ،د اګست پر ۲۰مه، د باړې په پریس کلب کې لویه مشورتي جرګه کوي، چې پکې به خپلو سیمو ته د خلکو پر خوندي او باعزته ستنېدو، مالي مرستو، د کورونو او جایدادونو د زیانونو او د راتلونکي احتجاجي تګلارې په اړه خبرې کېږي.
د «تحریک متاثرين تیرا» د مشرانو په وینا، دغه جرګه د تیرا د اغېزمنو کورنیو د ستونزو د هواري لپاره د روانو مشورو یوه مهمه برخه ده او تمه ده چې د سیمې قامي، سیاسي، سوداګریز او مسلکي استازي پکې ګډون وکړي.
د تحریک ۲۴ کسیزې کمېټۍ ترڅنګ منتخب ولسي استازو او د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر ځانګړي استازي ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د باړې سیاسي اتحاد، د تیرا سوداګرو اتحادیې، ډاکټرانو، قامي مشرانو او د سیمې د بېلابېلو قامونو استازو ته هم بلنه ورکړل شوې ده.
د تحریک مشران وايي، چې د جرګې تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې حکومت دې د تیرا د بې ځایه شویو خلکو خپلو کلیو او سیمو ته د ستنېدو لپاره داسې امنیتي شرایط برابر کړي چې خلک یو ځل بیا د جګړې، وسله والو فعالیتونو یا پوځي عملیاتو له امله د کورونو پرېښودلو ته اړ نه شي.
قامي مشرانو په مخکینیو جرګو کې دا غوښتنه هم کړې وه چې د هغو کورنیو لپاره دې مالي مرستې یقیني شي چې د بې ځایه کېدو له امله یې کاروبارونه، کرنیزې ځمکې، کورونه او نورې شتمنۍ اغېزمنې شوې دي.
د دوي په وینا، د خلکو ستنېدل یوازې د لارې پرانیستل نه دي، بلکې د ژوند د بیا پېلېدو لپاره امنیت، مالي ملاتړ او د ویجاړو یا زیانمنو کورونو د بیا رغونې اسانتیاوې هم ضروري دي.
د تیرا د بې ځایه شویو د مسئلې په اړه په تېرو میاشتو کې هم ګڼې قامي او سیاسي جرګې شوې دي. د باړې سیاسي اتحاد د روان کال په فبرورۍ کې غوښتنه کړې وه چې د تیرا ټولو مستحقو کورنیو ته د بې ځایه شویو حیثیت ورکړل شي، د هغوي رجسټریشن بشپړ شي او د مرستو په پروګرامونو کې شامل کړل شي.
په هماغه جرګه کې د مالي مرستو د وېش، رجسټریشن او د خلکو د ستنېدو په بهیر کې د شفافیت غوښتنه هم شوې وه. قامي مشرانو هغه مهال ویلي وو چې د تیرا ستونزه د یوه قام یا یوې محدودې سیمې مسئله نه ده، بلکې د ټولې درې د زرګونو اوسېدونکو له ژوند او راتلونکي سره تړلې ده.
د اګست د ۲۰مې جرګه به دا هم ارزوي چې تر اوسه حکومت د اغېزمنو کورنیو کومې غوښتنې منلې او په عملي توګه څومره پرمختګ شوی دی. د تحریک مشران وايي، چې که د دوي پر اساسي غوښتنو عملي ګامونه وانخیستل شي، د راتلونکي احتجاج څرنګوالی او نېټه به هم د جرګې په مشوره وټاکل شي.
د «تحریک متاثرين تیرا» ویاند صحبت اپریدي ویلي دي، چې تحریک غواړي خپلې غوښتنې د اغېزمنو کورنیو او ولس د مشورې له مخې په سوله ییز ډول تعقیب کړي او که ستونزې حل نه شي، احتجاجي مبارزه به دوام وکړي.
د تیرا اوسېدونکي له اوږدې مودې راهیسې د امنیتي وضعیت، وسله والو نښتو او عملیاتو له امله د بې ځایه کېدو له ستونزې سره مخ دي. د هغوي لپاره د ستنېدو تر ټولو ستره اندېښنه دا ده چې ایا خپلو کلیو ته له ستنېدو وروسته به دوامداره امنیت موجود وي او که نه.
تمه ده چې د پنجشنبې، اګست ۲۰مې، په لویه جرګه کې د همدې پوښتنې ترڅنګ د مالي مرستو، د زیانونو د جبران، رجسټریشن او د حکومت له خوا د شوو ژمنو د عملي کېدو په اړه ګډ دریځ اعلان شي.


شال نیوز