هنګو : د خیبر پښتونخوا په هنګو ضلعه کې پاکستاني پوځ او پولیسو د قاضي تالاب په سیمه کې د «اپریشن ۱۱ ګرج» تر نوم لاندې د وسله والو پر ضد د پلټنو ګډ عملیات کړي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، د عملیاتو پر مهال د وسله والو د مشکوکو پټنځایونو د څارنې لپاره جدید ډرونونه هم استعمال شوي دي. سرچینې وايي، چې په سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ له اطلاع وروسته امنیتي ځواکونو کارروایي کړې ده.
امنیتي سرچینې دعوه کوي چې په کارروایي کې یو شمېر وسله وال وژل شوي دي، خو تر اوسه د وژل شوو کره شمېر او هویت په رسمي توګه نه دی اعلان شوی او شال نیوز هم دغه دعوه په خپلواکه توګه نه شي تاییدولی.
سرچینې وايي، چې د کارروایۍ پر مهال یو شمېر وسله وال له سیمې تښتېدلي او د هغوي د موندلو لپاره په قاضي تالاب او شاوخوا سیمو کې د پلټنو او کلیئرنس عملیات لا هم روان دي.
د امنیتي چارواکو په وینا، د عملیاتو پر مهال وسلې، ګوله بارود او نور سامان هم ترلاسه شوی دی، خو د ترلاسه شوو وسلو او سامان بشپړ تفصیل تر اوسه نه دی خپور شوی.
قاضي تالاب له دې وړاندې هم د امنیتي پېښو شاهد پاتې شوی دی او په سیمه کې وخت ناوخت د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو او د وسله والو پر ضد د کارروایو راپورونه خپرېږي.
تر اوسه ایي اېس پي ار یا هنګو پولیسو د دغو عملیاتو د نتیجو په اړه داسې تفصیلي رسمي بیان نه دی خپور کړی چې د وسله والو د مرګ ژوبلې کره شمېر پکې تایید کړي؛ ځکه شال نیوز د مرګ ژوبلې معلومات د امنیتي سرچینو د دعوې په توګه وړاندې کوي.


شال نیوز