لودویګسهافن : د جرمني د لودویګسهافن ښار په یو سکول کې حالات داسې مرحلې ته رسېدلي دي چې د نوي تعلیمي کال له پلېېدو سره نږدې یو پر درېیمه استادان کار ته نه دي ورغلي. د سکول په اړه د تشدد، ګواښونو، د مرچو ګاز د حملو، په چاړه پر استاد د حملې او د پولیسو د پرله پسې ورتګ اوږد ریکارډ موجود دی.
د «کارولینا برګر ریالشوله پلس» په نوم دغه سکول د راینلاند-فالتس ایالت په لودویګسهافن ښار کې دی. د جرمني رسنیو د اګست پر ۱۷مه راپور ورکړی و چې د دوبي له رخصتیو وروسته هم حالات عادي نه شول او ګڼ استادان د ناروغۍ په نوم له کاره غیر حاضر شوي دي.
د راپورونو له مخې، د نوي تعلیمي کال په لومړۍ اوونۍ کې ۱۵ استادان غیر حاضر وو او د دویمې اوونۍ تر دوشنبې پورې د ناروغو استادانو شمېر ۱۷ ته رسېدلی و. سکول شاوخوا ۵۴ استادان لري، نو په عملي توګه نږدې هر درېیم استاد کار ته نه و حاضر شوی. ځینو استادانو ویلي دي چې تر هغه به عادي کار ته ستانه نه شي څو د امنیت، نظم او د ادارې د ملاتړ په برخه کې څرګند بدلون ونه ویني.
دا د یوې ورځې یا یوې اوونۍ ستونزه نه ده.
په دغه سکول کې له تېرو څو کلونو راهیسې د تشدد او بد نظم پېښې مخې ته راځي. د پولیسو د شمېرو له مخې، تر ۲۰۲۶م کال پسرلي پورې د سکول اړوند ۱۱۸ جرمي پېښې رپورټ شوې وې. په دغو پېښو کې وهل ټکول، ګواښونه، ورانکاري، د اور د خطر دروغجن الارمونه او نور امنیتي موارد شامل وو.
د ۲۰۲۵م کال په مې میاشت کې یوه تر ټولو جدي پېښه هغه مهال وشوه چې یوه ۱۶ کلنه زده کوونکې په چاړه پر خپلې یوې استادې د حملې په تور ونیول شوه. د راپورونو له مخې، استادې ځان وژغوره او زده کوونکې وروسته ونیول شوه.
د ۲۰۲۶م کال په جنورۍ کې بیا په سکول کې د تحریکی یا مرچو ګاز څو پېښې وشوې. په دغو پېښو کې په مجموعي ډول شاوخوا ۴۰ کسان اغېزمن شوي وو او ځینې زده کوونکي د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي وو. تر دې مخکې هم د سکول د اور الارمونه په دروغو فعال شوي وو او پولیسو څو ځله د امنیتي ګواښونو له امله ودانۍ خالي او پلټلې وه.
حالات دومره خراب شول چې پولیس د ۲۰۲۶م کال له جنورۍ وروسته د څو اوونیو لپاره تقریباً هره ورځ د سکول دننه او شاوخوا موجود وو. چارواکو وروسته وویل چې وضعیت یو څه ارام شوی، خو د پولیسو څارنه په بشپړه توګه پای ته ونه رسېده. خو د دوبي له رخصتیو وروسته د استادانو پراخې غیر حاضرۍ وښوده چې ستونزه یوازې د پولیسو په موجودیت نه وه حل شوې.
د راینلاند-فالتس د تعلیم وزارت او د سکولونو د څار ادارې اوس پرېکړه کړې ده چې د سکول مدیریت بدل کړي. چارواکي وايي، چې سره له دې چې په تېرو میاشتو کې د پولیسو او ادارې له خوا پراخ ملاتړ شوی، په سکول کې دوامدار ثبات نه دی رامنځته شوی.
جرمنۍ ورځپاڼې «بیلډ» لیکلي دي چې د دغه سکول شاوخوا ۹۰ فیصده زده کوونکي مهاجرتي شالید لري. خو چارواکو ټینګار کړی چې مهاجرتي شالید په خپله د تشدد او امنیتي ستونزو علت نه شي ګڼل کېدی. د سکول د مدیریت کمزورۍ، ټولنیزې ستونزې، د زده کوونکو چلند، د کورنیو شرایط او د استادانو د ملاتړ کچه هغه نور عوامل دي چې د وضعیت په ارزونه کې مهم بلل کېږي.
د کارولینا برګر سکول اوس د جرمني لپاره یوازې د یوه سکول کیسه نه ده. بحث دا دی چې استاد باید په ټولګي کې یوازې د سبق ورکولو مسؤل وي، که هره ورځ د دې اندېښنه هم ورسره وي چې نن به څوک ګواښ کوي، څوک به ګاز شیندي او یا به پولیس بیا سکول ته راځي؟
په لودویګسهافن کې د ۱۷ استادانو په یو وخت کار ته نه ورتلل همدا پوښتنه په ډېر څرګند ډول مخې ته راوړې ده: کله چې استاد خپل سکول خوندي نه ګڼي، زده کوونکی به پکې څنګه په ارام زړه سبق ووایي؟


شال نیوز