مسکو / کییف : اوکراین د روسیې پر بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه د مسکو پر سیمه، د نږدې ۸۰۰ ډرونونو پراخ برید کړی چې د روسیې پر ضد د جګړې له پیل راهیسې د اوکراین له تر ټولو لویو ډرون بریدونو څخه بلل کېږي.

اسوشیټېډ پرېس ،د اګست په ۱۸مه، د روسي چارواکو له قوله وايي، چې د ډرونونو لویه برخه د روسیې د هوايي دفاع نظامونو نسکوره کړې او د مسکو په سیمه کې د ځاني زیان راپورونه محدود دي. په ځینو ځایونو کې ودانیو او تجارتي مرکزونو ته زیان رسېدلی دی.

بل لور ته، روسیې د اوکراین پر شمال ختیځه خارکیف سیمه توغندیز برید کړی چې لږ تر لږه ۱۰ ملکي کسان پکې وژل شوي دي. برید د پېچینېهي په کلي کې شوی او کورونو، دوکانونو، یوې پوستې او موټرو ته یې هم زیان رسولی دی.

د ژوبلو د شمېر په اړه راپورونه مختلف دي. اسوشیټېډ پرېس اته ژوبل کسان یاد کړي، خو رویټرز د اوکرایني چارواکو د تازه معلوماتو له مخې وايي چې ۱۷ کسان ژوبل شوي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي برید غندلی او ویلي یې دي چې هېواد به یې ځواب ورکړي. روسیې تر اوسه د خارکیف د دې ځانګړي برید په اړه مفصل رسمي دریځ نه دی وړاندې کړی.