په لغمان ولایت په مهترلام او د علینګار ولسوالیو کې ، د اپرېل په ۲۶مه، له ۱۰۷ هغو کورنیو سره، چې د وروستیو زلزلو له امله یې کورونه زیانمن شوي دي، څه باندې ۴ میلیونه افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
دغه مرسته د افغانستان د بیا رغونې او ښځو لپاره تعلیمي ادارې (ارو) له لوري د سرپناوو د ترمیم په موخه ترسره شوې ده. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، هرې زیانمنې کورنۍ ته ۳۷ زره افغانۍ ورکړل شوې، څو خپلې ویجاړې شوې سرپناوې ورغوي.
د ‘ارو’ موسسې د رسنیو مسؤل ،محمد فاروق احمدزي ویلي، دا پروژه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي آر) په مالي ملاتړ او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست په همغږۍ پلي کېږي.
د هغه په وینا، دا موسسه په ختیځو ولایتونو کې د ۹۰۰ سرپناوو د بیا رغونې پروګرام هم پر مخ وړي.
بل پلو، د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رئیس ،مولوي غلام الرحمن بلال، د دې بهیر له شفاف عملي کېدو هرکلی کړی او دا یې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره مهم ملاتړ بللی دی.
د مرستو ترلاسه کوونکو هم خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا مرسته به د دوي د زیانمنو کورونو په بیا رغونه کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده چې ارو موسسې تر دې وړاندې هم له زلزله ځپلو سره بېړنۍ مرستې کړې دي، چې پکې د ټپیانو درملنه او د خوراکي توکو وېش شامل وو.

بریال منګل