قاهره / بیت‌المقدس : رسنیو د اګست په ۱۸مه، ویلي دي، چې د غزې د سولې لپاره وروستۍ خبرې دا ځل هم بې له کوم څرګند پرمختګه پای ته رسېدلې دي او د حماس او اسراییل ترمنځ پر اساسي شرطونو اختلافونه لا هم پر خپل ځای دي.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ استازي جارډ کوشنر د خبرو په لړ کې په قاهره کې د حماس له مشرانو او وروسته په بیت‌ المقدس کې د اسراییل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره جلا جلا لیدنې کړې دي.

د راپورونو له مخې، د خبرو تر ټولو لویه لانجه د جګړې د ختمولو د ترتیب پر سر ده. حماس وايي، چې د وسلو د پرېښودلو موضوع باید هغه مهال عملي شي چې اسراییل پر غزه بریدونه ودروي او خپل پوځونه له سیمې وباسي.

اسراییل بیا ټینګار کوي چې پوځ به تر هغه له غزې په بشپړه توګه شاتګ ونه کړي، څو حماس بې‌ وسلې شوی نه وي او د دغه تنظیم پوځي وړتیا ختمه شوې نه وي.

امریکايي منځګړي هڅه کوي چې د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې د بندېدو، د اسراییلي پوځ د وتلو، د حماس د بې‌ وسلې کېدو او د غزې د بیا رغونې پر یوه ګډه تګلاره موافقه رامنځته کړي.

خو د وروستیو لیدنو تر ختمېدو وروسته نه کوم نوی اوربند اعلان شوی او نه هم د سولې د پلان د عملي کېدو لپاره کومه وروستۍ موافقه مخې ته راغلې ده.

د رسنیو د راپورونو له مخې، خبرې به دوام وکړي، خو تر اوسه د حماس او اسراییل ترمنځ پر هغو اساسي مسئلو واټن لا هم پراخ دی چې د غزې د جګړې د دایمي ختمېدو لپاره یې حل ضروري بلل کېږي.