د امریکا په سرښار کې د خبریالانو په کلنۍ مېلمستیا باندې د برید په تور د نیول شوي تن، کول توماس الن، په اړه حقایق مخې ته راغلي دي. پلټونکي وايي چې الن له برید څو دقیقي وړاندې خپلې کورنۍ ته په لېږل شوي یو اوږد لیک کې ځان یو "خپل سری وفاقي وژونکی" بللی و.

 

د ټرمپ په پالیسیو غصه او د کورنۍ غړو ته وروستی لیک

 

د ۳۱ کلن مشکوک تن له خوا لېږل شوی ۱۰۰۰ ټکیز لیک ،چې اې پي خبري اژانس لیدلی، ښيي چې هغه د ډونلډ ټرمپ د ادارې په تګلارو سخت غصه و.

که څه هم په لیک کې د ټرمپ نوم نېغ په نېغه نه دی اخیستل شوی، خو الن پکې د حکومت په هغو اقداماتو نیوکې کړي دي چې په سمندر کې یې د مخدره موادو د قاچاق وړونکو په خلاف کړي وو.

هغه دا لیک له هغې لږ ساعت وړاندې لېږلی و چې په واشنګټن هیلټن هوټل کې ډزې وشوې.

 

کالیفورنیا نه تر واشنګټنه په ریل کې سفر

 

چارواکي وايي چې الن یو ډېر لوستی ځوان دی، چا چې له مشهور پوهنتون 'کالټیک' نه په انجینرۍ کې ډګري ترلاسه کړې وه. هغه په ریل ګاډي کې له کالیفورنیا نه شیکاګو او بیا واشنګټن ته رسېدلی و.

 

د الن خور پلټونکو ته ویلي چې ورور یې په قانوني ډول وسلې اخیستې وې خو په کور کې یې پټې ساتلې وې. هغې دا هم وویل چې الن به اکثر "توندلارې خبرې" کولې، خو دوي کله هم د داسې یو برید تمه نه لرله.

 

د امنیت په انتظاماتو پورې خندا

 

په دغه لیک کې الن د واشنګټن هیلټن هوټل په امنیتي سیسټم پورې خندا هم کړې ده. هغه په حیرانتیا سره لیکلي، چې دی څنګه وتوانېد چې له وسلو سره د هوټل دننه ننوځي. هغه لیکلي و چې امنیتي تدابیر ډېر کمزوري دي.

د پېښې په وخت کله چې هغه د تالار لور ته منډه کړه، امنیتي ساتونکو په ځمکه راغورځاوه چې په دغه مهال ډزې وشوې او ټرمپ په بیړه له سټېج نه وویستل شو.

 

د ډونلډ ټرمپ غبرګون

 

ډونلډ ټرمپ له پېښې وروسته په یو خبري کنفرانس کې دا پېښه "بوږنوونکې" وبلله او ویې ویل چې دا په تېرو دوو کلونو کې په ده باندې درېیمه د حملې هڅه وه.

هغه د سیاسي یووالي غږ وکړ او ویې ویل چې نړۍ په بې ساري ډول له تشدد سره مخ ده. مشکوک تن، کول توماس الن، به د دوشنبې په ورځ په عدالت کې له قانوني تورونو سره مخ شي.