بنو : د بنو ضلعې د جاني‌ خېلو په مالي‌ خېل سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر زغره‌ وال ګاډي د ځانمرګي برید په پېښه کې دوه امنیتي سرتېري ژوبل شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، چې پېښه ،د اګست په ۱۸مه، د المومن سکول سره نږدې هغه مهال وشوه چې په یوه رکشه کې سپور ځانمرګي بریدګر د امنیتي ځواکونو د «اېم ار ای پي» زغره‌ وال ګاډي ته د ځان رسولو هڅه وکړه.

د سرچینو په وینا، امنیتي سرتېرو پر بریدګر مخکې له دې ډزې وکړې چې ګاډي ته ورسېږي. ورپسې چاودنه وشوه او بریدګر ووژل شو. په چاودنه کې دوه امنیتي سرتېري، سپاهي ذیشان او سپاهي خیرالدین، ژوبل شوي او د درملنې لپاره د بنو پوځي روغتون ته رسول شوي دي.

له پېښې وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او پلټنې یې پېل کړې دي. تر اوسه کومې وسله‌ والې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.