کراچۍ : د پاکستان تر ټولو لویې تېل صافوونکې کمپنۍ «سنرجيکو» ویلي دي،چې د هرمز په تنګي کې د تېلو د لېږد له ګډوډۍ او امنیتي خطرونو وروسته یې له امریکا د خامو تېلو درامدات زیات کړي دي، څو د منځني ختیځ پر یوې محدودې لارې د پاکستان تکیه راکمه شي.
رویټرز ،د اګست په ۱۷مه، د سنرجيکو د چارواکو له قوله راپور ورکړی دی چې کمپنۍ په تېرو نهو میاشتو کې له امریکا شاوخوا ۸.۱ میلیون بېرله خام تېل پاکستان ته راوړي دي. له دې ډلې شاوخوا ۷.۱ میلیون بېرله د جون پر ۳۰مه پای ته رسېدلي مالي کال کې درامد شوي دي چې ټول ارزښت یې نږدې ۷۵۰ میلیون ډالره ښودل شوی دی.
پاکستان په دودیز ډول د خامو تېلو لویه برخه له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او د منځني ختیځ له نورو هېوادونو اخلي. د دغو تېلو یوه مهمه برخه د هرمز له تنګي تېرېږي؛ خو په سیمه کې وروستیو امنیتي پېښو، د بېړیو پر تګ راتګ محدودیتونو او د جګړې د پراخېدو خطر پاکستانۍ تېل صافوونکې کمپنۍ دې ته اړ کړې چې د تېلو د اخیستلو نورې سرچینې هم ولټوي.
د سنرجيکو مرستیال مشر عثمان قریشي ویلي دي، چې له بېلابېلو هېوادونو د خامو تېلو اخیستل د پاکستان د انرژۍ د امنیت لپاره مهم دي. د هغه په وینا، که یو هېواد د تېلو لپاره پر یوه سیمه یا یوه سمندري لاره ډېره تکیه ولري، نو جګړه، بندښت یا امنیتي ګډوډي یې د تېلو رسد له جدي خطر سره مخ کولی شي.
سنرجيکو تېر کال له امریکا د خامو تېلو درامدات پېل کړي وو، خو د هرمز د وضعیت له خرابېدو وروسته یې دا لړۍ نوره هم پراخه کړې ده. کمپنۍ وايي، چې د امریکايي تېلو د اخیستلو پر مهال بیه، کیفیت، د لېږد لګښت او د رسېدو باوري لاره په پام کې نیول کېږي.
له امریکا د خامو تېلو زیات درامدات د پاکستان او امریکا د سوداګریزو اړیکو لپاره هم مهم ګڼل کېږي. د پاکستان د مرکزي بانک د شمېرو له مخې، په وروستي مالي کال کې له امریکا د پاکستان درامدات نږدې ۳.۲۷ اربه ډالرو ته رسېدلي دي. په دغو درامداتو کې د امریکايي خامو تېلو برخه په چټکۍ زیاته شوې ده.
پاکستان له امریکا سره د سوداګرۍ په برخه کې د خپلو برامداتو او درامداتو ترمنځ د فرق د کمولو هڅه هم کوي. اسلام اباد غواړي له امریکا د انرژۍ او نورو توکو په زیات اخیستلو سره دوه اړخیزه سوداګري پراخه کړي او په راتلونکو تجارتي خبرو کې خپل دریځ پیاوړی کړي.
سنرجيکو ویلي دي، چې که حکومت ورته د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک له مالي اسانتیاوو څخه د استفادې اجازه ورکړي، کمپنۍ به وکولی شي له امریکا د خامو تېلو درېمدات نور هم زیات کړي. د دې اسانتیا له لارې پاکستانۍ کمپنۍ کولی شي د امریکايي مالونو د اخیستلو لپاره نسبتاً اسان مالي شرایط ترلاسه کړي.
کمپنۍ په پاکستان کې د خپلو تېل صافولو مرکزونو د شاوخوا ۱.۲ اربه ډالرو په ارزښت د پراختیا پلان هم لري. په دې پلان کې د تېلو د زېرمه کولو وړتیا لوړول، د لویو تېل وړونکو بېړیو لپاره د سمندري مرکز پراخول او د نړیوال معیار تېلو تولید شامل دي.
سنرجيکو تمه لري چې د لویو بېړیو له لارې د خامو تېلو راوړل به د امریکا له اوږده واټن سره سره د لېږد لګښتونه راکم کړي او پاکستان ته به دا زمینه برابره کړي چې د منځني ختیځ تر څنګ له نورو بازارونو هم تېل واخلي.
د هرمز په تنګي کې روان وضعیت د اسیا نورو هېوادونو ته هم اندېښنې پیدا کړې دي. د تېلو یو شمېر صافوونکو د منځني ختیځ د رسد د احتمالي ګډوډۍ له امله له امریکا او نورو هېوادونو د خامو تېلو اخیستل زیات کړي دي.
د انرژۍ د چارو شنونکي وايي، چې که د هرمز امنیتي ستونزې اوږدې شي، پاکستان به ښيي له امریکا او نورو غیرخلیجي هېوادونو د خامو تېلو درامدات نور هم زیات کړي. دا تګلاره به پاکستان ته دا موقع ورکړي چې د یوې سیمې پر تېلو خپله تکیه راکمه او د ناڅاپي بحران پر مهال د تېلو د رسد خطر محدود کړي.


شال نیوز