اسلام‌ اباد کې د افغانستان سفارت د طالبانو د بیا واکمنېدو د پنځمې کلیزې په مناسبت ځانګړې دستوره جوړه کړه. په دې مراسمو کې د بېلابېلو هېوادونو ډیپلوماتانو، پاکستاني دیني او سیاسي مشرانو، علماوو او افغان استازو ګډون وکړ. دا مراسم په داسې مهال ترسره شول چې د پاکستان او افغانستان اړیکې له امنیتي او سیاسي ننګونو سره مخ دي.