اسلام‌ اباد : په پاکستان کې د «بااختیار» پروګرام د دویم پړاو له مخې به د هېواد په ۲۲ ضلعو کې ۲۱۰۰ ښځو ته ډیجیټلي، مسلکي او کاروباري مهارتونه ور زده کړل شي، څو هغوي وکولی شي د ټکنالوژۍ له لارې د روزګار او کاروبار نوي فرصتونه پیدا کړي.

د پاکستان د غربت د کمولو فنډ ،د اګست په ۱۷مه، ویلي دي، چې ګډونوالو ته به د سمارټ فون د استعمال، انټرنېټ، ډیجیټلي اړیکو، انلاین کاروبار، مالي چارو او ډیجیټلي بازارموندنې عملي روزنه ورکول کېږي. ښځو ته به سمارټ فونونه او د انټرنېټ اسانتیا هم برابرېږي.

د پروګرام تر پوښښ لاندې ضلعو کې د خیبر پښتونخوا هریپور، اېبټ‌ اباد، مردان، صوابۍ، کوز چترال او بر چترال شامل دي. په بلوچستان کې جعفراباد، کلا سیف‌ الله او کوټه، په پنجاب کې لیه، بهاول‌ نګر، بهاولپور، ډېره غازي خان، راجنپور، اوکاړه، قصور او راولپنډۍ، په سند کې سانګړ، ټټه او عمرکوټ او په ګلګت بلتستان کې غذر او نګر د پروګرام برخه دي.

د کليوالي چارو د مدیریت انسټیټیوټ وايي، چې روزنه به یوازې د موبایل او انټرنېټ تر استعمال محدوده نه وي، بلکې ښځو ته به د بازار له اړتیا سره سم مسلکي مهارتونه، مالي پوهه او د خپل کاروبار د پېل او پراخولو لارې هم ور زده کړل شي.

«بااختیار» پروګرام د پاکستان د غربت د کمولو فنډ او پي ټي سي اېل ګروپ په مالي مرسته پر مخ وړل کېږي، او د کليوالي چارو د مدیریت انسټیټیوټ یې د روزنې په برخه کې کار کوي. د پروګرام تنظیموونکي هیله لري چې له دې لارې به ښځې وکولی شي خپل محصولات انلاین بازارونو ته ورسوي، موبایل مالي خدمتونه وکاروي او د ګټی نوې لارې پیدا کړي.

د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ او امدن د زیاتېدو خبره د پروګرام له مهمو هدفونو څخه ده؛ خو تر دې دمه داسې پایلې نه دي خپرې شوې چې وښيي د دې نوي پړاو له روزنې وروسته د ګډونوالو امدن یا روزګار په عملي ډول څومره زیات شوی دی.