واڼا : د کوز سویلي وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې د انټرنېټ سروس له تېرو شاوخوا یو کال راهیسې سخت اغېزمن دی، په داسې حال کې چې د کریکوټ، غوا خوا، ثمرباغ، تحصیل برمل او یو شمېر نورو سیمو اوسېدونکي وايي، په خپلو سیمو کې له انټرنېټه په بشپړه توګه محروم دي.

ځايي خلکو ،د اګست په ۱۷مه، ویلي دي، چې د انټرنېټ د اوږدمهاله بندښت او کمزوري سروس له امله زده کوونکي، سوداګر، فریلانسران، خبریالان او عام خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، په اوسني وخت کې انټرنېټ یوازې د تفریح وسیله نه ده، بلکې د تعلیم، روزګار، کاروبار، صحافت، بانکي چارو او له نورو خلکو سره د رابطې یوه اساسي اړتیا ګرځېدلې ده.

هغوي وايي، چې د انټرنېټ بندښت په ځانګړي ډول هغه زده کوونکي اغېزمن کړي دي چې د خپلو زده کړو، انلاین کلاسونو او تعلیمي موادو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري. فریلانسران او کاروباریان هم شکایت کوي چې د سروس نشتوالي یې کارونه او عایدونه اغېزمن کړي دي.

ځايي اوسېدونکو دا شکایت هم کړی دی چې د ستونزې له اوږدېدو سره سره منتخب استازو تر اوسه د انټرنېټ د بشپړې بحالۍ لپاره اغېزمن عملي ګامونه نه دي پورته کړي.

دوي له منتخب استازو او اړوندو حکومتي ادارو غوښتنه کړې ده چې دا مسئله جدي واخلي، له اړوندو ادارو سره یې پورته کړي او په کریکوټ، غوا خوا، ثمرباغ، برمل او نورو اغېزمنو سیمو کې د انټرنېټ خدمت د بحالۍ لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

د سیمې خلک وايي، چې د انټرنېټ اوږدمهاله بندښت نه یوازې د دوي ورځني ژوند ته ستونزې جوړې کړې دي، بلکې د کوز سویلي وزیرستان د تعلیم، روزګار، کاروبار او صحافت پر فعالیتونو یې هم منفي اغېز کړی دی.