د بر دیر په ګڼه ګوڼه کې د چای دا وړوکی هوټل له تېرو شاوخوا دېرشو کلونو راهیسې د سیمې د خلکو د ناستې، مجلس او دمې یو پېژندل شوی ځای دی. خلک یې د ګلي هوټل په نوم پېژني؛ هغه ځای چې د چای له تودې پیالې سره پکې د کلونو پخوانۍ خاطرې هم تازه کېږي. د ورځې له پیله تر ماښامه د چای مینه‌وال دلته راټولېږي. د هوټل پخواني مشتریان وايي، دا ځای یوازې د چای څښلو لپاره نه، بلکې د ملګرو د لیدو، خبرو او د سیمې د حالاتو د شریکولو لپاره هم ځانګړی ځای دی.