په شمالي وزیرستان کې د ۱۳۲ کیلوولټ ټرانسمېشن لاینونو او ګرېډ سټېشنونو کې پرله ‌پسې خرابۍ او د برېښنا د ترسیل ځنډ د سیمي خلکو ته جدي ستونزې جوړې کړې دي.

 

ځایي سرچیني وایي چې د دغو ستونزو د حل مسوولیت د ټرایبل الیکټریک سپلای کمپنۍ (ټیسکو) او د (ایس ایس اینډ ټي ایل) څانګې پر غاړه دی، او اړوند ایس ډي او، او عمله باید په میرام شاه کې موجود وي.

 

په میرام شاه کې د بربښنا د ادارې ،ټیسکو، د عملې لپاره دا ودانۍ جوړه ده ، خو عمله پکې نه اوسیږي

 

سرچیني زیاتوي، چې د همدې مقصد لپاره په میرام شاه کې د حکومتي لګښتونو په بدل کې دفتر او د اوسېدو بنګله هم جوړه شوې ده، خو بیا هم اړوند ایس ډي او، اوعمله په بنو کې اوسېږي. د دې له امله چې کله کومه تخنیکي ستونزه رامنځته شي، عمله له بنو څخه شمالي وزیرستان ته رارسېږي، چې دوه تر درې ورځې وخت نیسي، او په دې سره د برېښنا بحالي ځنډېږي او خلک له سختو مشکلاتو سره مخ وي.

 

مقامي خلکو او مدني حلقو له اړوندو چارواکو غوښتنه کړې ده چې سمدستي دې ایس ډي او، او عمله میرام شاه ته ولېږدول شي او هغوي دې له هغه ځایه خپلې دندې ترسره کړي، تر څو د برېښنا ستونزې زر تر زره حل او ولس ته ښه اسانتیاوې برابرې شي.