منځنی ختیځ : د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ،ادمیرال براډ کوپر، د منځني ختیځ د څو هېوادونو سفر کړی او د ایران له روانې جګړې، د هرمز تنګي له کړکېچ او د غزې د وضعیت سره په تړاو یې د امریکايي ځواکونو پوځي چمتووالی له نږدې کتلی دی.
اسوشیټېډ پرېس ،د اګست په ۱۷مه، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ په حواله وايي، چې کوپر د خپل سفر پر مهال بحرین، عراق، اسراییل، اردن، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې له پوځي او حکومتي چارواکو سره لیدلي دي.
نوموړي د امریکا د «ابراهام لنکن» الوتکه وړونکې پوځي بېړۍ هم کتله ده، چې له څو میاشتو راهیسې په منځني ختیځ کې ځای پر ځای ده او د ایران پر ضد د امریکا په پوځي عملیاتو کې برخه لري.
د راپور له مخې، ابراهام لنکن تر ۲۴۰ ورځو ډېر پرله پسې په سمندر کې پاتې شوې ده. د دغه اوږده ماموریت له امله د بېړۍ د عملې د روغتیا، ستړیا، خوراکي اړتیاوو او نورو اسانتیاوو په اړه هم اندېښنې راپورته شوې دي.
ادمیرال کوپر د بېړۍ د عملې او پوځي مشرانو د کار ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې امریکايي ځواکونه په سیمه کې د سختو او پېچلو حالاتو پر مهال خپل ماموریت ته دوام ورکوي.
د امریکا سمندري ځواک په خلیج او د هرمز تنګي شاوخوا سیمو کې خپل پوځي حضور او څار زیات کړی دی. دغه تنګی د نړۍ د تېلو او طبیعي ګازو د لېږد یوه مهمه سمندري لار ده او هر ډول ګډوډي پکې د نړیوالې انرژۍ پر بازار مستقیم اغېز کولی شي.
د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې له امله په سیمه کې پوځي کړکېچ زیات شوی او واشنګټن هڅه کوي، چې په یو وخت د ایران جګړه، د هرمز تنګي امنیت او د خپلو ځواکونو پوځي چمتووالی وساتي.
په همدې حال کې، د غزې د اوربند د خبرو د بیا پېلولو لپاره هم هڅې روانې دي. امریکايي او سیمه ییز منځګړي هڅه کوي، چې د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې د درولو او د راتلونکو سیاسي او امنیتي ترتیباتو په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د مشر دغه سفر په داسې وخت کې شوی دی، چې واشنګټن په منځني ختیځ کې له څو هممهالو پوځي او سیاسي ستونزو سره مخ دی او د سیمې د وضعیت د لا خرابېدو د مخنیوي لپاره یې پوځي او ډیپلوماتیک فعالیتونه زیات کړي دي.


شال نیوز