غزه : په غزه کې د اوږدې جګړې او پراخې ویجاړۍ له امله د زرګونو کورنیو د ژوند او روزګار وسیلې له منځه تللې دي، خو د شاتو مچیو یو شمېر پالونکي هڅه کوي چې د کنډوالو په منځ کې خپل پخوانی کاروبار بېرته پېل کړي.
اسوشیټېډ پرېس ،د اګست د ۹مې، په یو راپور کې د شمالي غزې د جبالیا اوسېدونکې ،نیوین الاشقر، کیسه کړې ده. نوموړې له نږدې دوو کلونو بې ځایه کېدو وروسته خپل کور ته ستنه شوې، خو کور یې د جګړې له امله سخت ویجاړ شوی و.
الاشقر وايي،چې د خپل ویجاړ شوي کور د کنډوالو د کتلو پر مهال یې ولیدل چې د دېوال په یوه برخه کې د شاتو مچۍ لا هم ژوندۍ پاتې دي. د مچیو د دغې ځالې موندل هغې ته دا هیله ورکړه چې د خپلې کورنۍ پخوانی کاروبار له سره پېل کړي.
د الاشقر کورنۍ له جګړې وړاندې د شاتو مچۍ پاللې او له همدې لارې یې د عاید یوه برخه ترلاسه کوله، خو جګړې د دوي ډېرې ځالې، وسایل او د مچیو د ساتنې ځایونه له منځه وړي دي.
د غزې د مچیو پالونکي وايي، چې د دوي ستونزې یوازې د ځالو تر ویجاړېدو محدودې نه دي. د کرنیزو ځمکو، باغونو او ګل لرونکو بوټو پراخې سیمې هم زیانمنې شوې دي، چې له امله یې د مچیو لپاره طبیعي خواړه او مناسب چاپېریال کم شوی دی.
د رویټرز د یو راپور له مخې، له جګړې وړاندې په غزه کې شاوخوا ۳۰ زره د شاتو مچیو ځالې موجودې وې، خو مچۍ پالونکي اټکل کوي چې اوس ترې یوازې شاوخوا ۷۰۰ ځالې پاتې دي. د شاتو کلنی تولید هم د جګړې له وړاندې کچې په پرتله ډېر کم شوی دی.
ځینې مچۍ پالونکي اوس د ویجاړو ودانیو پر بامونو ځالې ږدي، ځکه ډېرو کرنیزو سیمو ته لاسرسی نه لري. د طبیعي ګلونو او بوټو د کمښت له امله ځینې کسان اړ دي چې مچیو ته د بورې او نورو بدیلو خوړو په وسیله خواړه برابر کړي.
مچۍ پالونکي وايي، چې د کاروبار بېرته جوړول ورته اسانه نه دي. د مچیو د ځالو، چوکاټونو او نورو اړینو وسایلو بیې لوړې شوې دي او د جګړې له امله د مچیو د پالنې مناسب چاپېریال هم سخت زیانمن شوی دی. سره له دغو ستونزو، یو شمېر کورنۍ هڅه کوي خپلې پاتې ځالې وساتي، مچۍ زیاتې کړي او د شاتو تولید ورو ورو بېرته پېل کړي.
د نیوین الاشقر لپاره د خپل ویجاړ شوي کور په کنډوالو کې د یوې ژوندۍ پاتې شوې ځالې موندل یوازې د مچیو د کاروبار د بیا پېل یوه وسیله نه ده، بلکې د جګړې له پراخې ویجاړۍ وروسته د ژوند د بېرته راژوندي کېدو یوه نښه هم ده.


شال نیوز