اسلام اباد : وفاقي حکومت په ګلګت بلتستان او خیبر پښتونخوا کې د سېلابونو، د واورینو جهیلونو د ناڅاپي ماتېدو او نورو اقلیمي خطرونو پر وړاندې د وختي خبرتیا ۲۸۶ سیسټمونه لګوي.
د اګست د ۱۷مې، په تازه حکومتي معلوماتو کې ویل شوي دي، چې دا سیسټمونه به په ۲۴ حساسو درو کې ولګول شي او په دغو کې شپږ درې په خیبر پښتونخوا کې دي. ټول ۲۸۶ سیسټمونه لا نه دي نصب شوي او د لګولو کار یې روان دی.
خو د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د «ګلوف ـ ۲» پروژې په پخوانیو رسمي اسنادو کې د خیبر پښتونخوا د درو شمېر اته ښودل شوی دی. د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام د ۲۰۲۳م کال معلومات وايي، چې پروژه په مجموعي ډول په ۲۴ درو کې فعاله وه، چې ۱۶ درې په ګلګت بلتستان او اته په خیبر پښتونخوا کې وې.
د پروژې په رسمي معلوماتو کې د خیبر پښتونخوا اړوندې ضلعې بر چترال، کوز چترال، بر دیر، سوات او د کوهستان سیمې یادې شوې دي. د پروژې په لومړنیو اسنادو کې بیا چترال، بر دیر، سوات، شانګله او مانسهره د کار د مهمو سیمو په توګه ښودل شوې وې.
د وختي خبرتیا دغه نظام د باران، تودوخې، د اوبو د سطحې او د واورینو جهیلونو د وضعیت په اړه معلومات راټولوي. د خطر د نښو په څرګندېدو سره سیمه ییزو خلکو او اړوندو حکومتي ادارو ته مخکې له مخکې خبرداری ورکول کېږي، څو خلک خوندي سیمو ته ووځي او د ځاني او مالي زیان کچه راکمه شي.
د پاکستان د اقلیمي بدلون وزارت او د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام دا پروژه د شین اقلیمي صندوق په مالي مرسته پر مخ وړي. د پروژې لپاره شاوخوا ۳۷ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.
د چارواکو په وینا، په شمالي غرنیو سیمو کې د تودوخې زیاتېدو او د واورو او یخچالونو د ويلې کېدو له امله د واورینو جهیلونو د ناڅاپي ماتېدو او سېلابونو خطر زیات شوی، ځکه د وختي خبرتیا سیسټمونه د خلکو د ژغورنې او د زیانونو د کمولو لپاره مهم بلل کېږي.


شال نیوز