هرارې : د زېمبابوې پولیس وايي، چې په کارېبا جهيل کې د مسافرو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د مړو شمېر ۸۴ ته رسېدلی او د ورکو کسانو د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم روان دي.

کښتۍ ،د اګست پر ۱۱مه، د خراب موسم، تېزو بادونو او لوړو څپو پر مهال ډوبه شوې وه. چارواکي وايي، چې د کښتۍ د سپرلیو ټاکلی ظرفیت شاوخوا ۹۰ کسان و، خو لومړنۍ پلټنې ښيي چې تر ټاکلي حد زیات کسان پکې سپاره وو.

د زېمبابوې د بېړنیو حالاتو چارواکو ویلي دي، چې له پېښې وروسته لسګونه کسان ژوندي ژغورل شوي دي. د چارواکو په وینا، په مړو کې ماشومان هم شامل دي او لا هم د یو شمېر ورکو کسانو لټون روان دی.

د ژغورنې ډلې د جهيل په بېلابېلو برخو کې د جسدونو او ورکو کسانو د موندلو هڅې کوي. چارواکو ویلي دي، تر هغو چي د ټولو سپرلیو په اړه کره معلومات نه وي ترلاسه شوي، د مرګ‌ ژوبلې وروستی شمېر نه شي ټاکل کېدی.

کارېبا جهيل د زېمبابوې او زامبیا ترمنځ پروت دی او د سیمې خلک یې د تګ راتګ، کب نیولو او سوداګریزو چارو لپاره کاروي. پولیسو د پېښې د لامل معلومولو لپاره پلټنې پېل کړې دي. لومړني معلومات ښيي چي خراب موسم او په کښتۍ کې د ټاکلي ظرفیت څخه د زیاتو کسانو سپرېدل د پېښې له ممکنه عواملو څخه دي.