تربیله : د خیبر پښتونخوا د تربیلې بند د موسمي بارانونو او له غرنیو سیمو څخه د سېلابي اوبو د زیات راتګ له امله د اوبو د زېرمه کولو خپلې لوړې کچې ته رسېدلی دی. د بند چارواکو ،داګست په ۱۷مه، ویلي دي، چې د اوبو سطحه ۱۵۵۰ فوټو ته رسېدلې ده چې د تربیله بند د اوبو د زېرمه کولو تر ټولو لوړه ټاکل شوې کچه ده.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې بند ته د اوبو د راتګ اندازه زیاته شوې او ورسره له بند څخه د اوبو خوشې کول هم زیات شوي دي. د اګست پر ۱۲مه بند ته په یوه ثانیه کې شاوخوا ۲۲۵ زره او ۵۰۰ کیوسکه اوبه راتلې، په داسې حال کې چې نږدې ۲۲۴ زره او ۷۰۰ کیوسکه اوبه ترې خوشې کېدې.
چارواکي وايي، کله چې د بند د اوبو سطحه خپلې لوړې کچې ته ورسېږي، نو نورې اضافي اوبه پکې نه شي زېرمه کېدی. دغه اوبه د برېښنا د تولید، نهرونو او نورو ټاکل شویو لارو له لارې لاندې اباسین ته خوشې کېږي، څو د بند د اوبو کچه له خوندي حد څخه لوړه نه شي.
د تربیله بند ټیټه عملي کچه ۱۴۰۲ فوټه او د اوبو د زېرمه کولو لوړه کچه یې ۱۵۵۰ فوټه ټاکل شوې ده. د بند له ډکېدو وروسته د هریپور، تربیله او غازي بروته د اوبو لارو او لویو نهرونو په شاوخوا کې د پولیسو ګزمې زیاتې شوې دي. ضلعي انتظامیې، پولیسو او د رېسکیو ۱۱۲۲ ادارې هم د ممکنه خطرونو د مخنیوي لپاره تیاری نیولی دی.
چارواکو د اباسین، نهرونو او نورو اوبو لارو ته څېرمه اوسېدونکو خلکو ته خبرداری ورکړی دی چې له تېزو اوبو او خطرناکو ځایونو څخه ځانونه لرې وساتي. په ځینو سیمو کې د جوماتونو له لارې هم خلکو ته د احتیاط اعلانونه شوي دي.
د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویلي دي چې د اباسین په تربیله، کالا باغ، چشمه او تونسې سیمو کې د ټیټې کچې سېلاب حالت لیدل شوی دی. ادارې په خیبر پښتونخوا، پنجاب، اسلام اباد او کشمیر کې د نورو موسمي بارانونو اټکل هم کړی او ویلي یې دي چې په غرنیو سیمو کې نور بارانونه د سیندونو د اوبو کچه نوره هم لوړولی شي.
په خیبر پښتونخوا کې د هریپور، پېښور، مردان، سوات او ایبټ اباد په ګډون په یو شمېر سیمو کې هم د درنو بارانونو امکان ښودل شوی دی.
تربیله بند د خیبر پښتونخوا د صوابۍ په غازي تحصیل کې د اباسین پر سیند جوړ شوی او د پاکستان د اوبو د زېرمه کولو، کرنې او برېښنا د پیدا کولو له مهمو پروژو څخه دی. د راپورونو له مخې، د بند ۱۷ د برېښنا پیدا کوونکي یونټونه فعال دي او شاوخوا ۴۴۵۷ مېګاواټه برېښنا پیدا کوي، په داسې حال کې چې د پروژې ټول ظرفیت ۴۸۸۸ مېګاواټه دی.


شال نیوز