اسلام اباد: د پاکستان قامي اسمبلي او سېنېټ نن ،د اګست په ۱۷مه، له اوږدې وقفې وروسته خپلې غونډې کوي، چې د نوو صوبو او انتظامي یونټونو د جوړولو په ګډون به پکې پر یو شمېر مهمو قانوني او سیاسي موضوعاتو بحث وشي. د قامي اسمبلۍ غونډه مازیګر پنځه بجې او د سېنېټ غونډه مازیګر څلور بجې په پارلېمنټ هاوس اسلام اباد کې رابلل شوې ده.
د دواړو ایوانونو د خپرو شویو اجنډاوو له مخې، په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې به ټولې ۱۷ قانوني مسودې د غور او منظورۍ لپاره وړاندې شي. له دې ډلې لس مسودې د سېنېټ او اووه د قامي اسمبلۍ په اجنډا کې شاملې دي.
د نننیو غونډو یوه مهمه موضوع د نوو صوبو یا انتظامي یونټونو جوړول دي. تمه ده چې د پارلمان غړي به د نوو صوبو د جوړولو پر ائيني، انتظامي او سیاسي اړخونو تفصیلي بحث وکړي.
د نوو صوبو بحث په وروستیو اوونیو کې وروسته له هغې یو ځل بیا زور واخیست چې د هېواد په سیاسي او حکومتي کړیو کې د موجوده انتظامي جوړښت د بدلون او د نوو یونټونو د جوړولو په اړه څرګندونې وشوې. د دې نظر پلویان وايي، چې د نفوس د زیاتوالي، د پراخو سیمو د ښه انتظام او خلکو ته د حکومتي خدمتونو د اسانه رسولو لپاره کوچني انتظامي یونټونه ګټور کېدی شي.
خو تر اوسه د کومې ځانګړې نوې صوبې د جوړولو یا د خیبر پښتونخوا، بلوچستان، پنجاب او سند د وېش په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې. د نوو صوبو موضوع اوس د سیاسي او پارلماني بحث په پړاو کې ده او د نن ورځې بحث په خپله د کومې صوبې د جوړېدو معنا نه لري.
د پاکستان د ایيني جوړښت له مخې، د نوې صوبې جوړول یوازې په عادي قانون یا پارلماني قرارداد نه شي کېدی، بلکې ایيني بدلون او پراخ سیاسي اتفاق ته اړتیا لري. که د یوې موجودې صوبې په حدودو کې بدلون راوستل کېږي، د اړوندې صوبې د اسمبلۍ منظوري هم ضروري ده.
د سېنېټ د نن ورځې په اجنډا کې د انتخاباتو، ملکي مامورینو، سروس ټربیونل، وارداتو او صادراتو او د ساینس او ټېکنالوجۍ د ځانګړو زونونو په اړه د قانوني بدلونونو مسودې هم شاملې دي. د قانون جوړونې ترڅنګ، د مکې د ګډ دفاعي تړون په اړه د یوه متفقه قرارداد د وړاندې کولو وړاندیز هم د پارلماني چارو برخه ده.
د نوو صوبو بحث په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې یوه مهمه او حساسه سیاسي موضوع ده. په بېلابېلو سیمو کې وخت ناوخت د نوو صوبو یا کوچنیو انتظامي یونټونو غوښتنې شوې دي، خو تر اوسه د کومې نوې صوبې د جوړېدو لپاره وروستۍ ایيني منظوري نه ده ورکړل شوې.


شال نیوز