زیارت : په زیارت کې د وژل شوو کسانو د څلوېښتمې په مناسبت ،د اګست په ۱۶مه، د ټولو سیاسي ګوندونو تر انتظام لاندې احتجاجي لاریون او غونډه شوې ده، چې مشري یې د عوامي نېشنل ګوند بلوچستان صوبايي مشر ،اصغر خان اڅکزي، کوله.
په لاریون کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو مشرانو او کارکنانو ترڅنګ د زیارت ګڼ شمېر ښځو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی و. ګډونوالو د وژل شوو کسانو له کورنیو سره د یووالي څرګندونه وکړه او د هغوي په یاد یې شعارونه ورکړل. لاریون د زیارت ښار له بېلابېلو لارو تېر شو او وروسته د غونډې ځای ته ورسېد، چې هلته په احتجاجي غونډه بدل شو.
غونډې ته د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او ټولنیزو تنظیمونو مشرانو ویناوې وکړې. ویناوالو د وژل شوو کسانو یاد تازه کړ او ویې ویل چې د هغوي کورنۍ به یوازې نه پرېښودل کېږي. وینا والو د سیمې پر امنیتي وضعیت او د خلکو پر ستونزو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د زیارت خلکو په سختو حالاتو کې د زغم، حوصلې او یووالي مظاهره کړې ده.
ویناوالو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې په زیارت او شاوخوا سیمو کې د امن او امنیت د ښه کولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي او د خلکو د سر او مال ساتنه یقیني کړي. د ټولو سیاسي ګوندونو مشرانو وویل، چې د وژل شوو کسانو قربانۍ به نه هېروي او د هغوي له کورنیو سره به خپل سیاسي او ولسي ملاتړ او یووالی جاري ساتي.


نعيم اچکزئي