کوز دیر : په کوز دیر کې د ضلعي پولیسو مشر ،سید طلال احمد شاه، په مشرۍ د سیمې له مشرانو او مخورو سره جرګه شوې، چې پکې د ضلعې پر امنیتي وضعیت، د وسله‌ والو پر ضد اقداماتو او د تلپاتې امن د ټینګښت پر لارو چارو تفصیلي خبرې شوې دي.

دغه جرګه ،د اګست په ۱۵مه، د ډي پي او په دفتر کې شوې او د کوز دیر د بېلابېلو سیمو مشرانو پکې ګډون کړی و. د پولیسو په وینا، په غونډه کې د سیمې د امن او امنیت پر روان وضعیت، د بدامنۍ د مخنیوي او د وسله‌ والو پر ضد د پولیسو او ولس پر ګډې همکارۍ بحث شوی دی.

سیمه‌ ییزو مشرانو وویل، چې د امن ساتل یوازې د پولیسو یا یوې ادارې ذمه واري نه ده، بلکې د ټولې ټولنې ګډ مسئولیت دی. هغوي ژمنه وکړه چې په خپلو سیمو کې به خلک متحد ساتي او د امن خرابوونکو عناصرو پر ضد به له پولیسو سره همکاري کوي.

ډي پي او سید طلال احمد شاه وویل، چې د بدامنۍ او وسله‌ والو پر ضد د اغېزمنو اقداماتو لپاره د پولیسو او ولس ترمنځ همکاري ډېره مهمه ده. د هغه په وینا، د سیمې مشران کولی شي د خلکو په یو موټي ساتلو او د امن خرابوونکو د هڅو په ناکامولو کې مهم کردار ادا کړي.

نوموړي وویل، چې پولیس د خلکو د تحفظ او د امن د ټینګښت لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي او د ولس او سیمه‌ ییزو مشرانو په همکارۍ دغه هڅې نورې هم اغېزمنېدی شي.

د جرګې ګډونوالو پولیسو ته ډاډ ورکړ چې په سیمه کې به د امن خرابوونکو عناصرو ته د پښو ټینګولو موقع نه ورکوي او د امن د ساتلو لپاره به له پولیسو سره خپله همکاري جاري ساتي.