موخا : د یمن د حکومت تر واک لاندې د سره سمندرګي مهم بندر، موخا، د حوثیانو له پرله پسې توغندیزو بریدونو وروسته خپل تجارتي او سمندري فعالیتونه درولي دي. د بندر د ادارې ،د اګست په ۱۵مه، ویلي دي، چې په تېرو څو ورځو کې پر موخا بندر له ۲۵ زیات توغندي لګېدلي دي. چارواکي وايي، چې په دغو بریدونو کې اووه کسان وژل شوي او بندر ته شاوخوا ۱۶ میلیونه ډالره مالي زیان رسېدلی دی.
د یمن حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې د اګست پر ۱۴مه حوثیانو پر موخا بندر شپږ بالستیک توغندي ویشتي وو چې لږ تر لږه څلور ولسي کسان پکې وژل شوي وو. دغه برید د هغو پرله پسې حملو برخه بلل کېږي چې په وروستیو ورځو کې پر بندر او شاوخوا سیمو شوې دي.
حوثیان وايي، چې د دوي د بریدونو هدف د سعودي ملاتړو ځواکونو پوځي مرکزونه، د وسلو زېرمې او د ځواکونو د راټولېدو ځایونه دي. د یمن حکومتي چارواکي بیا وايي، چې په بریدونو کې ولسي سیمو، تجارتي ودانیو او د بندر تاسیساتو ته هم زیان رسېدلی دی.
موخا بندر د باب المندب تنګي ته نږدې پروت دی. دغه تنګی سره سمندرګی له عدن خلیج سره نښلوي او د نړیوال سمندري تجارت له مهمو لارو څخه شمېرل کېږي. د بندر ادارې ویلي دي، چې د امنیتي وضعیت او ور اوښتو زیانونو له امله به د موخا بندر تجارتي او سمندري فعالیتونه تر بلې خبرتیا پورې درېدلي وي.


شال نیوز