یو پولیس چارواکي ،د نوم نه ښودلو په شرط، شال نیوز ته ویلي، چې د منځنۍ کرمې په تړالي اډه کې د نامعلوم لوري څخه د هاوان مرمۍ غورځېدلې ده چې له امله یې یو کس ټپي شوی دی۔

 

د چارواکي په وینا، دا پېښه د افغانستان د تورې بورې سره نږدې سرحدي سیمه کې رامنځته شوې، چرته چې په وروستیو ورځو کې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي۔ ټپي شوی کس سمدستي نږدې روغتون ته لېږدول شوی او هلته یې درملنه روانه ده۔

 

د چارواکي په وینا، امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي، تر څو د مرمۍ د سرچیني او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات ترلاسه کړي۔

 

په دې وروستیو میاشتو کې په سرحدي سیمو کې د هاوان، درنو توپونو او کوادکاپټر بریدونو راپورونه زیات شوي دي۔ یوازې په تېره یوه اوونۍ کې د باجوړ، شمالي وزیرستان، سویلي وزیرستان او مومندو سیمو څخه ورته پېښې راپور شوي دي۔ د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولې دواړو غاړو ته تاوتریخوالی هم زیات شوی دی، چې د سیمي د اوسېدونکو لپاره یې اندېښنې راپارولي دي.